Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل والي د اختر په ورځو کې د امنیت د تأمین ډاډ ورکړ

د کابل والي، امین‌الله عبید د لوی اختر د نمانځنې لپاره د لازمو تابیاوو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ښې همغږۍ په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده.

هغه په پلازمېنه کې، د امنیت له ډاډ سره له خلکو یې غوښتي چې د اختر په ورځو کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

ښاغلی عبید زیاتوي:«د اختر ورځ یوه ځانګړې ورځ ده او په اسلام کې ډېره زیاته اهمیت لري. الحمدلله، ناستې ترسره شوې دي او پوره تدابیر نیول شوي دي. ان‌شاءالله د کابل خلکو ته ډاډ ورکوو.»

د کابل د والي په وینا، د ټرافیکي پېښو د مخنیوي او د ټرافیکو د ښه تنظیم لپاره هم د ټرافیکو له عمومي ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د کابل له ښاروالي سره په همغږۍ پلانونه په پام کې نیول شوي دي.

امین‌الله عبید زیاتوي:«موږ یوه ځانګړې کمېټه لرو چې د بېلابېلو ادارو لکه د کابل ښاروالۍ، ټرافیکو ریاست، پولیسو او استخباراتو له استازو جوړه شوې ده، او هدف یې د کابل خلکو ته د اسانتیاوو برابرول دي.»

بلخوا، یو شمېر هېوادوال له امنیتي بنسټونو غواړي چې په اغېزناک حضور او جدي مدیریت سره د اختر په ورځو کې د هر ډول پېښو مخنیوی وکړي.

د کابل اوسېدونکي عتیق‌الله په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«اوس‌مهال امنیت ښه دی؛ خو بیا هم د امنیت ټینګښت مهم دی، څو خلک وکولای شي د تفریح او د اختر د لیدو کتو لپاره بهر ووځي.»

د کابل اوسېدونکی شکرالله هم وايي:«باید له ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي؛ ځکه کله چې ګڼه ګوڼه زیاته وي، نو ستونزې رامنځته کېږي.»

مسلمانان هر کال په ټوله نړۍ کې لوی اختر نمانځي. د اسلامي امارت د سترې محکمې په وینا، ټاکل شوې د سږ کال لوی اختر د شنبې په ورځ په ټول افغانستان کې ونمانځل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه