مسکو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د عمومي مدیر محمد رضا بهرامي د کتنې کوربه و.
دواړو خواوو په افغانستان کې وروستي بدلونونه وڅېړل او د دغه هېواد د کړکیچ د حل لپاره یې د سیمه ییزو حل لارو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د بحث اصلي محور د روسیې، چین، ایران او پاکستان ترمنځ د څلور اړخیز مشورتي فارمټ رول و - دا هغه کړنلاره ده چې د دواړو لوریو په وینا، کولای شي د بهرنیو تحمیلي حللارو پر ځای، د سیاسي خبرو اترو لپاره رښتینې فضا رامنځته کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي: په دغه غونډه کې دواړو لورو د افغانستان د ستونزو د حل لارو په تړاو په تفصیل خبرې وکړې. د افغانستان په تړاو د سیمهییزو مذاکراتو پر میکانېزمونو، په ځانګړې توګه د مشورو لپاره د مسکو پر فارمټ او همداراز د څلورو هېوادونو د سیمه ییز جوړښت (روسیې، چین، ایران او پاکستان) پر اصلي رول او دغه راز د افغانستان د کورنیو سیاسي پرمختګونو په برخه کې د بهرنۍ دیکتاتورۍ د هڅو پر ناکامۍ تمرکز وشو.»
د سیاسي چارو شنونکي، ویس ناصري و ويل: «د روسیې فدراسیون او د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان لپاره د سیمې مهم هېوادونه او ګاونډیان دي او ځانګړی ارزښت لري؛ خو د افغانستان د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او عمومي وضعیت د اساسي بدلون کلیدي حل د همدې هېواد دننه پروت دی.»
محمد رضا بهرامي دغه خبرې«رغنده او ګټورې» وبللې او ویې ویل چې اصلي تمرکز یې په افغانستان کې پر روانو تحولاتو و.
بل پلو، د سیاسي چارو شنونکی وايي چې که د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکاري په واقع بینانه تګلارې سره تعقیب شي، نو دا کولای شي د سیاسي او اقتصادي شرایطو د ښه کېدو او ان له کابل سره د نړیوالو خبرو د پیلېدو لامل شي.
د سیاسي چارو شنونکی، سید عبادالله صادق وايي: «زموږ په ګاونډ یا سیمه کې دوه لوی نړۍوال هېوادونه دي؛ یو چین او بل روسیه، او د دوی تر څنګ هېوادونه لکه ایران، هند او د منځنۍ آسیا هېوادونه دي. که د افغانستان اړیکې له دغو هېوادونو سره په اقتصادي، سیاسي، امنیتي او ټولنیزو برخو کې د عدالت، همکارۍ، دوستۍ او همغږۍ پر بنسټ جوړې شي، دا به د افغانستان په ګټه وي؛ ځکه افغانستان له اقتصادي او امنیتي پلوه د اسیا په محور کې پروت دی.»
جبار اکبري چې د سیاسي چارو یو بل شنونکی دی، وايي: «متوازنه پالیسۍ کولای شي اسلامي امارت سره په هر غونډه کې مرسته وکړي او د هغوی په ګټه تمام شي. پدې کې شک نشته. روسیه د افغانستان ګاونډی هېواد دی او څومره چې د روسیې مثبت تمایل د افغانستان په لور زیات شي او سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شي، همغومره به دا چاره د دواړو هېوادونو په ګټه وي.»
روسیې او ایران په وروستیو میاشتو کې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. مسکو د طالبانو نوم له ممنوعه ډلو ځنډولی او د سرپرست حکومت استازی یې په رسمیت پېژندلی دی.
په دې اړه مو اندونه