Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقي: افغانستان بېلابېلو برخو کې اندونیزیا سره د اړیکو پراختیا غواړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي وايي، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې له اندونیزیا سره د اړیکو پراخولو ته لېواله دی.

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم هڅه کوي چې په نړیواله کچه خپل ډیپلوماټیک دریځ ټینګ کړي، د نفوس له پلوه تر ټولو لوی اسلامي هېواد، یعنې اندونیزیا په هغو ګوتو په شمېر هېوادونو کې راځي چې له کابل سره یې اړیکو ته شین څراغ یې ښودلی دی.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اندونیزیا له نوي شارژدافېر سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت چمتو دی چې له اندونیزیا سره خپلې سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ښوونیزې اړیکې پراخې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول، ضیا احمد تکل په دې اړه داسې وايي: «د هېواد بهرنیو چارو سرپرست وزیر، نوي سفیر ته د ماموریت د بریا هیله وکړه او زیاته یې کړه چې اندونیزیا د اسلامي نړۍ له مهمو هېوادونو دی او د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې له اندونیزیا سره په بېلابېلو برخو کې مثبتې او پراخې اړیکې ولري.»

په کابل کې د اندونیزیا شارژدافېر هم ویلي، د ده مأموریت به د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا متمرکز وي؛ هغه مأموریت چې په وینایي کولای شي د دواړواسلامي هېوادونو ترمنځ نرمه ډيپلوماسي پیاوړي کړي.
 
په داسې شرایطو کې چې لا هم د نړی ډېری هېوادونو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، له اندونیزیا سره اړیکې – چې د اسلامي همکاریو د سازمان او د جي ۲۰ فعال غړی دی – د کابل لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېدای شي.

د سیاسي چارو شنونکی، عبدالصادق حمیدزوی طلوع‌نیوز ته ویلي: «اندونیزیا د اسلامي نفوس او سیاسي ارزښت له پلوه په نړۍوال سټیج کې مهمه ونډه لري او له دغه هېواد سره د افغانستان اړیکې د افغانستان پر ډيپلوماټیک نظام مثبت اغېز لري.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، نجیب الرحمن شمال بیا وايي: «اندونیزیا د اسلامي نړۍ له مهمو او لویو هېوادونو ده او د اسلامي همکاریو په سازمان (OIC) او د جنوب ختیځې آسیا په سازمانونو کې مهم رول لري. د اندونیزیا سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال له افغانستان سره د اړیکو د پراخولو غوښتنه کړې ده.»

 په داسې حال کې چې د ډپپلوماسۍ په برخه کې د افغانستان پر وړاندې لاهم خنډونه او ستونزې شته، د دغې کتنې په څېر ګامونه له نړۍ سره تدریجي تعامل ته د افغانستان د ستنېدو پر لور د هیلې یوه کړکۍ کېدای شی.

په کابل کې د اندونیزیا د سفارت چارسمبالي هم ویلي، د ده ماموریت به د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا متمرکز وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه