Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوی اختر لمونځ په ارګ کې د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون ادا شو

د لوی اختر لمونځ په ارګ کې هم د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا، د هغه د مرستیالانو او د اسلامي امارت د نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون ادا کړای شو.

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا وایي، رسنۍ په ناسم قضاوت سره د اسلامي امارت لاسته راوړنې کوچنۍ ښيي.

ملا محمد حسن اخند چې د لوی اختر په مناسبت یې په ارګ کې خبرې کولې، د اسلامي امارت د مشر عمومي بښنې ته په نغوتې سره، له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي.

 د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند وویل:«پر ټولو مخالفینو مو دا غږ دی، چې بس دی مخالف سړی کوي، خو تر یوه وخته، نو فکر وکړئ له الله څخه ووېرېږئ، هغه که ښځینه او که نرینه مخالفین دي، که په داخل کې دي او که په بیابان کې دي، خپل هېواد ته راشئ موږ ازار نه‌درکوو، وعده درسره کوو.»

رییس‌الوزرا همداراز له دیني علماوو، د جوماتونو له امامانو او له ټولو افغانانو هم وغوښتل چې دښمن ته د نظام د کمزوري کولو فرصت ورنه کړي او دغه‌راز د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره دې خپل غږ پورته کړي.

ملامحمد حسن اخند زیاتوي:«پر علماوو لازمه ده، چې د خپل لوی نعمت چې الله (ج) دغه هېواد ته ورکوي، باید حافظت یې وکړي، ساتنه یې وکړي، دفاع یې وکړي.»

د لوی د اختر د لمانځه په مراسمو کې د سترې محکمې رییس هم وایي، اسلامي امارت د هېڅ بنسټ یا اتحادیې له لوري واک ته نه‌دی رسېدلی، د هېڅ ځواک امر نه مني او په خپلواکه توګه عمل کوي.

د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني څرګندوي:«د افغانستان دا واګي او اختیار او حکومت اسلامي امارت ته وسپارل شول، چې د هېچا څه احسان پر اسلامي امارت پرېنوت، نه  یو کفري هېواد، نه د یوه اسلامي هېواد، نه د یوه سازمان، نه د یوې ټولنې که هغه کفري وي او که اسلامي، د هغه په واسطه اسلامي امارت دغه ځای ته ورسېد.»

بلخوا، د لوی اختر د لمانځه مراسم په سپیدار ماڼۍ کې هم د اسلامي امارت د کابینې د غړو په ګډون ترسره شول، چې د بهرنیو چارو، کډوالو او را ستنېدونکو چارو او امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیرانو، او په کابل مېشتو یو شمېر ډیپلوماتان هم په‌کې حضور درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه