Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان کډوال له نړۍوالو غواړي چې د وضعیت په تړاو یې جدي ګامونه پورته کړي

پاکستان کې مېشت ځینې افغان کډوال وایي، د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد او راولپېنډۍ ښار کې د افغانانو د نیولو او ایستلو بهیر یو ځل بیا چټک شوی دی. 

دوی له اسلامي امارت او اړونده نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د دوی د جبري ایستلو د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

پاکستان کې افغان کډوال، عتیق الله منصور و ویل: «د پاکستان په ټولو سیمو کې نیول روان دي، خو راولپېنډۍ او اسلام اباد کې دا بهیر چټک دی. ډېری افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستنېدو ته چمتو دي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ له کمې مرستې شکایت کوي.»

بله افغان کډواله، شبانه وایي: «نیولو او جبري ایستلو د افغانانو پر سوداګریزو او نورو معاملاتو منفي اغېز کړی. زه یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت او نړۍوالو بنسټونو غواړم چې د کډوالو داوطلبانه ستنېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.»

له دې سره سم، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ناقانونه بهرنیو وګړو د ستنولو د بهیر هڅې چټکې شوې دي. دغه وزارت زیاته کړې چې د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه څه باندې ۲۱۶ زرره ناقانونه کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شوي او یو ځل بیا یې د افغانانو په ګډون له ټولو ناقانونه بهرنیو وګړو غوښتي چې په خپله خوښه دغه هېواد پرېږدي.

دغه اعلامیه کې راغلي: «له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ستنولو لپاره په ټول هېواد کې هڅې د پام وړ ګړندۍ شوې دي. د کورنیو چارو وزارت راپور ورکړی چې د اپرېل له لومړۍ راهیسې ۲۱۶ زره او ۱۰۳ ناقانونه بهرنيان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي. د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه بهرنیو کډوالو ته سپارښتنه کړې چې په خپله خوښه له پاکستانه و وځي.»

د کډوالو د حقونو فعال، جمعه خان پویا طلوع‌نیوز ته و ویل: «تمه ده چې نړۍوال بنسټونه د پاکستان دولت وهڅوي، څو د نړۍوالو قوانینو، بشري اخلاقو او نړۍوالو ژمنو په رڼا کې د افغانانو په ګډون د هغو کسانو د ایستلو مخه ونیسي چې له ګواښ سره مخ دي.»
 
تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، له ګاونډیو هېوادونو ۵ میلیونه او ۹۷ زره افغانان راستانه شوي دي.

له دې سره سم، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ناقانونه بهرنیو وګړو د ستنولو د بهیر هڅې چټکې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه