Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سنټکام قومندان: اسلامي امارت له داعش سره په مبارزې اقدام کړی دی

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان ویلي، طالبان توانیدلي د داعش ډلې غړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمو ته په شا کړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) قوماندان جنرال مايکل کوريلا د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو چارو کمېټې ته په استماعیه غونډه کې ويلي، د افغانستان اوسنیو چارواکو د داعش پر وړاندې اقدام کړی دی.
مایکل کوریلا زیاته کړې طالبان توانیدلي دي چې د داعش غړي د ډېورنډ کرښې قبایلي سیمو ته وتمبوي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، مایکل کوریلا هم په دې اړه داسې ویلي: «داعش خراسان ښایي اوسمهال د امریکا د خاورې په ګډون په نړیواله کچه د ترهګریزو دسیسو د ترسره کولو په هڅه کې یوه له خورا فعالو څانګو وي. موږ شاهدان وو چې طالبانو د داعش- خراسان پر وړاندې په مبارزه کې اقدام کړی دی. دا دوه ډلې یو له بله کرکه لري. طالبانو د داعش ډېر غړي قبایلي سیمو ته شړلي دي. دغه هېواد له پاکستان سره د یوې فوق العاده همکارۍ له لارې  داعش - خراسان تعقیب کړی او د دې ډلې لسګونه غړي یې لمنځه وړي دي؛ دا اقدام د هغو اړیکو له لارې ترسره شوی چې موږ یې له پاکستان سره لرو.»

هغه دا هم ټینګار کوي چې دې ډلې په ځلونو هڅه کړې چې افغانستان ته راستنه شي.

کوریلا زیاته کړې: «کله نا کله  هغوی هڅه کوي چې افغانستان ته راستانه شي. موږ د استخباراتي معلوماتو د راټولولو اړین وسایل لرو، خو دا مهال دا ډله لا هم د پاکستان د سرحدي سیمو په شاوخوا کې ده. همداراز باید ووایم، له ۲۰۲۴ کال راهیسې پاکستان د ترهګرۍ له یو زرو زیات بریدونه تجربه کړي، چې له امله یې نږدې ۷۰۰ امنیتي او ملکي کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.»

اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي چې په افغانستان کې د داعش ټول عملیات د امنیتي ځواکونو له لوري شنډېږي.

 د نظامي چارو شنونکی، هادي قریشي بیا په دې برخه کې داسې وايي: امریکا باید معنوي او مادي مرستې وکړي او له اسلامي امارت سره باید ځيني استخباراتي معلومات هم شریک کړي او د تبلیغاتو برخه کې هم همکاري وکړي. 

پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج بیا وايي: دا حقیقت دی چې داعش ځينې غړي له فرضي کرښې هاغاړه شته دی. اسلامي امارت باید په دغه برخه کې لږ جدي وي. 

تر دې وړاندې د روسیې د فدرالي امنیت رییس هم خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه  زیات شوي دي، خو دا ادعا د اسلامي امارت له لوري رد شوه.

په روانه اوونۍ کې اسلامي امارت اعلان وکړ چې په کابل کې یې د داعش پر یوه پټنځای په برید کې د داعش دوه غړي وژلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه