Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا دفاع وزیر د افغانستان په جګړه کې د ناټو پر کمرنګه رول نیوکه وکړه

د امریکا دفاع وزیر د دغه هیواد د سنا مجلس په یوه غونډه کې، د افغانستان په جګړه کې د ناټو ګډون کم بولي.

د امریکا د دفاع  وززیر د نیوکې په کولو او له پیغوره په ډکه ژبه د افغانستان په جګړه کې د ناټو د متحدینو رول تر پوښتنې لاندې راوست او ټینګار یې وکړ چې د دې جګړې لویه برخه د امریکايي ځواکونو پر غاړه وه.

پېټ هګسټ د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو کمیټې ته په وینا کې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو فعالیت ناکافي وباله.

د امریکا دفاع وزیر، پېټ هګسټ ویلي: « هغه څه چې زما لپاره په زړه پورې وو دا وو چې موږ ټولو پر اوږو یو نښان درلود؛ هغه نښان چې پرې لیکل شوي وو: ایساف، یعنې له امنیت سره د مرستې نړیوال ځواک. خو د دې کلمه په اړه زموږ د سرتېرو ترمنځ یوه عام ټوکه وه. ویل به یې: ایساف د دې جملې مخفف دی: «ما ولیدل چې امریکایان جنګېږي.» یانې په پای کې، که څه هم هلته د بېلابېلو هېوادونو ډېر بېرغونه وو، خو د جګړې په ډګر کې واقعي ځواک زیات نه و.»

ځینې سیاسي شنوونکي وايي، د امریکا او په  ناټو سازمان کې د هغې د متحدینو شل کلن حضور یوازې د دوی د سیاسي اهدافو لپاره و، نه په هېواد کې د دولت جوړونې لپاره، او له همدې امله د دغو هېوادونو دوه لسیزې حضور بریالی نه و.

 د سیاسي چارو شنونکی، معین‌گل څمکنی وايي: «هغوی غوښتل چې د چین، روسیې او ایران پر وړاندې خنډ شي او د چین د "یو لار یو کمربند" پروژه ګډوډه کړي، نه دا چې د افغانستان د ابادۍ لپاره راغلي وي.»

د نظامي چارو شنونکي، صادق شینواري بیا و ویل: «له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو ګډوډ وتل، چې له ماتې سره مخ شو، د دغو هېوادونو د ناکامې تګلارې او پالیسۍ څرګندونه کوي.» 

تر دې وړاندې ټرمپ هم څو ځله د امریکا پر پوځي تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په تېرو دوو لسیزو کې د دې هېواد پوځ د ملت جوړونې د ماموریت په نوم هغو هېوادونو ته لېږل شوی، چې د امریکا نظامي حضور ته پکې هیڅ اړتیا نه وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه