په راکړو ورکړو کې د زړو پیسو کارېدل، د افغانستان د مالي سیسټم پر وړاندې جدي ننګونه ده.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې خلکو ته د اسانتیاو لپاره د زړو افغانیو د راټولولو بهیر روان دی او یوازې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې ، له شمالي او لوېدیځو زونونو تر ۱.۵ میلیارده افغانیو ډېر زاړه بانکنوټونه راټول او سوځول شوي دي.
د دغه بانک ویاند، حسیبالله نوري و ویل: «د افغانستان بانک توانېدلی چې په روان ۱۴۰۴ کال کې له شمال او لوېدیځ زونونو یو اعشاریه پنځه میلیارده افغانۍ زړې او خرابې پیسې راټولې او وسوځوي. دغه بانکنوټونه د یوې ځانګړې تګلارې له مخې راټولې شوي او له راکړې ورکړې څخه ایستل کېږي.»
په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له هغو هېوادونو دی چې ډېری ورځنۍ راکړې ورکړې پکې په نغدو پیسو ترسره کېږي، د افغانیو یوه لویه برخه د دوامداره کارونې له امله زړې شوي او ان د استفادې وړ نه دي.
په وروستیو کلونو کې دا ستونزه د هېواد د مالي نظام او عامو خلکو لپاره یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.
محمد امید، چې د کابل یو اوسېدونکی دی وايي: «د هېواد پیسې زموږ ملي هویت دی او باید د ساتنې لپاره یې هڅه وکړو. تاسو ګورئ چې په اوسنیو شرایطو کې زموږ بانکنوټونه ډېر زاړه او خراب شوي دي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي خبرداری ورکوي که د افغانیو د زړېدو د مخنیوي لپاره یو مشخص کړنلاره رامنځته نه شي، ښايي د هېواد اقتصاد ته جدي زیان واوړي.
دوی د مالي او بانکي سیسټمونو ډیجیټلي کېدل یوازینۍ حللاره بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر بیا وايي: «په اقتصادي جریان کې د زړو او خرابو بانکنوټونو شتووالی د مصرفوونکي او تولیدوونکي ترمنځ راکړې ورکړې ته ستونزې جوړوي. د دې خلا د لهمنځه وړلو لپاره باید په جدي ډول د برېښناييکېدو (دیجیتليکېدو) کار وشي.»
د اقتصادي چارو یو بل شنوونکی، سیر قریشي هم وايي: «که څه هم زړې پیسې ممکن یوه کوچنۍ موضوع ښکاره شي، خو دا کولای شي د خلکو عمومي باور او د پیسو د کارولو جریان کمزوری کړي.»
د یادونې وړ ده، چې د زړو پیسو د راټولولو او سوځولو بهیر چې د افغانستان بانک له لوري عملي کېږي، تر دې دمه اغېزناک نه دی ثابت شوی، بلکې د افغانیو یوه لویه برخه د همدې ستونزې له امله تالار ترغۍ شوې ده.
په دې اړه مو اندونه