Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړې زور اخیستی؛ متقابل بریدونه او درنې مرګ‌ژوبلې

د جمعې په ورځ د اسراییلو له‌خوا د ایران پر خاوره د بریدونو په لړ کې، د دواړو خواوو ترمنځ شخړې بې‌سارې کچې ته رسېدلې دي.

ایران د دغو بریدونو په ځواب کې، د جمعې په ماښام پر اسراییلو پراخ توغندیز بریدونه پیل کړل.

یوه ایراني وګړي حسيني په دې هکله وویل:«داسې احساس کوم، چې نړۍ، په ځانګړې توګه امریکا او اسراییلو ته خپل ځواک او وړتیا ښیوو.»

بل ایرانی وګړی، الغني هم وایي:«زه ډېر خوشاله یم چې ایران پر اسراییل برید کوي، باید یې ووهي، چې پایله یې ووینو، تر څو هغه وچه‌کالي او لوږه چې په غزه کې ده، ختمه شي.»

ایران په دغو عملیاتو کې له لسګونو بالستیک توغندیو او ځانمرګو بې‌پیلوټه الوتکو کار اخیستی او د اسراییلو بېلابېلې سیمې، چې د اسراییلو د مرکز ته‌څېرمه یو اټومي څېړنیز مرکز هم شامل دی، په نښه کړې دې، چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې د پراخو ویجاړیو لامل شوی دی.

د اسراییل د کورنۍ جبهې قومندان امیر بن‌دیوید وویل:«نن سهار د پېښې ځای ته ورسېدو، چېرې چې مو پراخ زیانونه، د ټپي شویو کسانو د پام وړ شمېر، او همداراز مړه شوي کسان ولیدل. د بیړنیو خدماتو له ادارو، د اور وژنې له څانګې، اسراییلي پولیسو او سیمه‌ییزو چارواکو سره په ګډه مو د ټپیانو د را ایستلو او ژغورنې عملیات پیل کړل.»

بل‌خوا، د شنبې سهار (۲۴ جوزا) په لومړیو ساعتونو کې د ایران ځينې سیمې، لکه همدان، خراسان، ختیځ اذربایجان، خرم‌اباد او نورې برخې، د اسراییلي هوايي بریدونو هدف وګرځېدې.

ځايي سرچینو راپور ورکړی، چې د تهران په مهراباد هوايي ډګر کې د پوځ د جنګي الوتکو د ساتنې په یوه ځای (هنګر) کې چاودنه شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د اسراییلو په هوایي بریدونو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۸ تنه وژل شوي، چې په‌کې د ایران د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز دوه لوړپوړي چارواکي ـ غلام‌رضا محرابي او مهدي رباني ـ او درې اټومي ساینسپوهان شامل دي. له دې سره، تر ۳۲۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغو نښتو کې د شدت له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده.

اسلامي امارت هم د اسراییلو بریدونه پر ایران غندلي او له ټولو خواوو یې غوښتي، چې د سیمې د ثبات په برخه کې خپله مسوولانه ونډه ترسره کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د اسراییلو له خوا د ایران پر اسلامي جمهوریت وروستي بریدونه او د دغه هېواد د پوځي قومندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړۍوالو حقونو د اساسي اصولو په ځانګړې توګه د هېوادونو د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده، په کله غندي، دا تجاوز په داسې حال کې ترسره شوی، چې د فلسطین مظلوم ولس په ځانګړې توګه په غزه کې لاهم د اسراییلو د بې‌درېغه او فاجعه‌بارو بریدونو لاندې دي. او اشغالګر رژیم له دې پرته، چې انساني او نړۍوال اصولو ته پام وکړي. دغه تاوتریخوالي ته دوم ورکوي. »

په همدې حال کې، د ونزویلا ولسمشر هم له ایران سره د یووالي څرګندونه کړې او د اسراییلو برید یې د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو ویلي:«موږ د اسراییلو جنایت‌کارانه برید په کلکه غندو، دا برید د نړۍوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د دغه سازمان د څو اړخیز جوړښت ښکاره سرغړونه ده.»

په داسې حال کې، چې ټاکل شوې وه د ایران او امریکا تر منځ د اټومي خبرو شپږم پړاو د یکشنبې په ورځ په عمان کې ترسره شي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې تهران تر اوسه د خبرو اترو د دوام پرېکړه نه‌ده کړې، او د اسراییلو تر برید وروسته، له امریکا سره خبرې او مذاکره بې‌معنا شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه