د اسلامي امارت چارواکي وایي، د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې دوام به د کابل او تهران ترمنځ پر سوداګریزو او اقتصادي تبادلو منفي اغېز ولري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال طلوعنیوز ته ویلي، چې دغه شخړې به په ځانګړې توګه د سون توکو په برخه کې د ځینو توکو د بیو د لوړوالي لامل شي، او اسلامي امارت هڅه کوي، چې بدیلې لارې ومومي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت او اسراییلو ترمنځ هر ډول شخړه او د جګړې دوام کولای شي زموږ اقتصادي او سوداګریزې تبادلې تر اغېزې لاندې راولي او د بیو په ځانګړې توګه د سون توکو د بیو لوړوالي، لامل شي. اسلامي امارت هڅه کوي، چې په دې برخه کې بدیل بهیرونه په پام کې ونیسي تر څو دغه منفي اغېزې د هېواد پر اقتصادي وضعیت اغېز و نهکړي.»
بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم ایران د افغانستان یو ستر اقتصادي شریک بولي او وایي، د ایران او اسراییلو ترمنځ پوځي شخړه به پر افغانستان هم اقتصادي منفي اغېز ولري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غړي خان جان الکوزي وویل:«دغه شخړې او هغه ستونزې چې د اسراییلو له لوري پر ایران د توغندیو بریدونو له امله رامنځته شوي او جګړهییز وضعیت یې پیل کړی، زموږ لپاره هم د اندېښنې وړ دي او خلکو ته اندېښنه پیدا شوې. دا موضوع زموږ پر اقتصاد مستقیم اغېز لري.»
د اقتصادي چارو شنونکی میرشاکر یعقوبي وايي:«دا څرګنده ده، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ شخړې به د نفتو نړۍوالې بیې لوړ کړي، او له بلې خوا، افغانستان چې په وارداتي انرژۍ ډېر متکي دی، طبیعي ده چې د ټرانسپورټ او وارداتي لومړنیو توکو بیې به لوړې شي. سربېره پردې، د چابهار او اسلامکلا په څېر ټرانزیټي لارې به هم ښايي له خنډ سره مخ شي.»
د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې تبادلې هر کال شاوخوا درې مېلیارد ډالرو ته رسېږي. افغانستان له عراق وروسته، د ایران دویم ستر اقتصادي شریک ګڼل کېږي.
هرات کې د اسلامکلا بندر، په نیمروز کې د میلک بندر او فراه کې د ماهیرود بندر، د افغانستان او ایران ترمنځ رسمي بندرونه دي، چې د وارداتو، صادراتو، ټرانزیټ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ لپاره کارول کېږي.
په دې اړه مو اندونه