د ترکیې پلازمېنه انقره کې، د اسلامي امارت سفارت اعلان کړی، چې افغان وګړو ته یې د پاسپورتونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
دغه سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا لړۍ له څلور کلن ځنډ وروسته، بیاځلې پيل شوې ده.
د پوهنتون استاد قطبالدین یعقوبي وایي:«د ترکیې په انقره کې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش کولای شي ډېر ګټور ثابت شي؛ له دې ډلې هغو ته چې په قانوني ډول هلته اوسېږي، محصلینو او هغو کسانو ته چې د سیاحت په موخه ترکیې ته ځي.»
له هغه وخته چې پخوانی حکومت سقوط وکړ او اسلامي امارت واک ته ورسېد، په ډېرو هېوادونو کې د پاسپورټ وېش درېدلی و او زرګونه افغان کډوال په ترکیه کې د قانوني، کاري او استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو.
د کډوالو د حقونو فعالان وایي، د پاسپورټونو د وېش د لړۍ بیا پيل به په ترکیه کې د افغان کډوالو ډېرې ستونزې هوارې کړي؛ خو خبرداری ورکوي چې لا هم لکه د ویزې ترلاسه کول، د اقامت غځول او ټولنیزو خدماتو ته د لاسرسي په څېر ستونزې پر خپل حال پاتې دي.
د کډوالو د حقونو په برخه کې فعال جمال مسلم وویل:«په لومړي پړاو کې، د پاسپورټ استیکر د غځولو او کونسلي خدمتونو لړۍ پیل شوې. اوس د پاسپورټ له وېش سره د هېوادوالو خدمت ته دوام ورکول شوی. یوازینۍ موضوع چې باید د دې لړۍ د ښهوالي لپاره حل شي، هغه د پنځو شاهدانو او د زوجهخط (واده لیک) شرط دی، چې لا هم د افغانانو لپاره یوه جدي ستونزه ده.»
ترکیه کې افغان کډوال عبدالعلیم محمدي طلوعنیوز ته وايي:«په انقره کې کډوالو ته د پاسپورټ وېش یوه مثبته کړنه ده، چې د قانوني ستونزو حل، په زدهکړو کې اسانتیا، خدماتو ته لاسرسی او نورو هېوادونو ته د قانوني کډوالۍ زمینه برابروي. دا لړۍ کډوالو ته امنیت او کرامت ورپه برخه کوي.»
سیاسي کارپوهان باور لري چې یوازې له ترکیې سره نه؛ بلکې د سیمې له نورو هېوادونو سره هم د ډیپلوماتیکو اړیکو پراخول اړین دي، او باید د افغان مهاجرو لپاره په نورو هېوادونو کې د پاسپورتونو د وېش بهیر ته هم پوره پاملرنه وشي.
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمان اوریا طلوعنیوز ته وویل:«دا مهال له اتو مېلیونو ډېر افغانان د کډوالۍ په وضعیت کې په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي. دا کسان اړتیا لري چې قانوني اسناد، په تېره بیا پاسپورټ، ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په انقره کې د افغانستان سفارت کوربه هېواد ته سپارل شوی و؛ خو وروسته اسلامي امارت اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت ډیپلوماتان لا هم په دغه سفارت کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
په دې اړه مو اندونه