Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقاعدین: محکمې ته اړتیا نشته، تقاعد مو حق دی او باید راکړل شي

متقاعدین د خپلو سوله ییزو لاریونونو په دوام دا ځل بیا د تقاعد د خزینې ریاست مخې ته راټول شوي دي. 

اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې دغه متقاعدین هره ورځ د تقاعد د خزینې ریاست او یا هم د کومې بلې دولتي ادارې مخې ته راټول شي. 

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د تقاعد حقوق یې ورکړي. 

متقاعد، عبدالواسع کارګر و ویل: «دا متقاعدین ټول ناروغان دي، بې وزله دي او هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ دي. د درملنې او د کور د کرایې پیسې نه لري. چیرته لاړ شي؟ څه وکړي؟ د چا دروازې ته لاړ شي؟ زموږ یوازینی غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د تقاعد حقوق ورکړل شي.»

بل متقاعد، عبدالخلیل و ویل:«یوازې زه نه، بلکې دا ټول متقاعدین بېچاره خلک دي او دې ځای ته د راتګ پیسې هم نه لري. یو له خېرخانې، بل له کوتل، او بل له دارالامانه دلته راځي او د کرایې لپاره لس افغانۍ هم نه لري.»

عبدالله هم یو له دغو لاریون کوونکو دی چې وایي، د خپلې کورنۍ د لسو غړو مسوولیت لري خو د تقاعد له حقوقو پرته د عاید کومه بله سرچینه نه لري. 

عبدالله و ویل: «اول خو د همدې اوبو پیسو په اړه محکمې ماته استعلام را استولی او خبرداری یې راکړی دی. چې ته زما پیسې نه راکوې، زه د اوبو او برښنا پیسې له کومه پیدا کړم؟ زما اولادونه درس وایي، هغوی ډوډۍ ته اړتیا لري، او دا زموږ حال دی. په اختر کې مو نه ډوډۍ لرله او نه بل څه. اختر مو له سختو ستونزو سره تېر کړ.»

د عبدالله په څېر ځینې نور متقاعدین بیا د تقاعد حقوقو د ورکړې لپاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت د رهبر د فرمان په غبرګون کې وایي، دوی محکمې ته اړتیا نه لري او د تقاعد حقوق اخیستل یې خپل حق دی. 

دوی له مسوولینو او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د حقونو د ورکړې په برخه کې یې ګامونه پورته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه