Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې زور اخیستو ته نړۍوال غبرګونونه

د ایران او اسراییلو ترمنځ د نښتو زیاتوالي، پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارېدلي دي.

ملګري ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او ځینو نورو هېوادونو له دواړو خواوو د زغم غوښتنه کړې ده.

جرمني، فرانسې او برېټانیا د اټومي کړکېچ د مخنیوي لپاره له ایران سره د بیړنیو خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویانده اسټفاني ترمبلي ویلي:«د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره اړیکه نیولې او د وروستیو تحولاتو په اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي له مرګ‌ژوبلې ډکو نښتو د مخنیوي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د سیمې د امنیتي مسایلو د حل لپاره باید ډیپلوماسۍ ته مخه شي.»

ورته مهال، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په ۵۰ دقیقه‌يي ټلېفوني خبرو کې پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي دي.

د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف وویل:«پوتین د ایران پر ضد د اسراییلو پوځي عملیات غندلي او د هغې د نه اټکل شویو پایلو په تړاو یې خبرداری ورکړی دی. هغه وویل چې روسیه د منځګړیتوب لپاره چمتو ده او د اسراییلو له لومړي وزیر او د ایران له ولسمشر سره یې د اړیکو له لرو خبر ورکړ.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي په خپل هېواد کې د اسراییلو بریدونه څرګند یرغل ګڼي او وایي چې تهران د امریکا د ادعاوو پر خلاف باور لري چې ګواکې امریکا په دغو بریدونو کې هېڅ لاس نه‌لري.

عراقچي ویلي:«موږ په تېرو دوه ورځو کې د امریکا له بېلابېلو چینلونو پیغامونه ترلاسه کړي چې امریکا په دغو بریدونو کې لاس نه‌لري او نه به ولري. موږ دا ادعاوې نه منو؛ موږ شواهد لرو چې برعکس یې ښيي؛ خو که واقعاً داسې ادعا کوي، باید په صراحت او ښکاره اعلان وکړي.»

خو ډانلډ ټرمپ پر ایران شپنیو بریدونو کې د امریکا د رول ردولو له ردولو سره، د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې چټکې هوکړې احتمال هم یاد کړ.

بلخوا د امریکا دفاع وزیر پیت هیگسټ وايي، که څه هم امریکا د ایران له ګواښونو سره د مخامخ کېدو لپاره په سیمه کې ځواکمن نظامي شتون لري؛ خو بیا هم د خبرو اترو دروازه پرانیستې ده.

هیگست څرګنده کړې:«موږ اندېښنه نه‌لرو، بلکې چمتو یو او په دفاعي حالت کې یو. ایران د سولې انتخاب لري. هغوی پوهېږي، چې بیرته راتللای شي او موږ هیله لرو چې د خبرو اترو لار ونیسي. موږ د خپلو خلکو، اډو او ګټو د ساتنې لپاره ځواکمن نظامي حضور لرو.»

په همدې حال کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سعودي عربستان ولیعهد سره په ټلېفوني خبرو کې له اسراییل سره د شخړې په اړه مشورې کړې دي. محمد بن سلمان خبرداری ورکړی، چې اسراییل غواړي امریکا په جګړه کې ښکېله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړو د تېلو او سرو زرو بیې د پام‌وړ لوړې کړې دي او نړۍوال بازارونه یې بې‌ثبات کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه