پاکستان له تېرې یوې اونۍ راهیسې د تورخم له لارې ۷۷۰ کورنۍ په جبري ډول راستنې کړې دي.
د ننګرهار د کډوالو او را ستنېدونکو چارو ریاست وايي، په تېره یوه اوونۍ کې پاکستان شاوخوا ۷۷۰ کورنۍ د تورخم له لارې را اړولي چې تر لومړنیو مرستو یې خپلو سیمو ته لېږدولي دي.
د ننګرهار د کډوالو او را ستنېدونکو چارو رییس، بازمحمد عبدالرحمان په دې اړه داسې وايي: «پي او ار کارټ لرونکې کورنۍ ۳۳۸ چې کسان یې ۱۹۰۵ کېږي او بې اسناده ۴۹۱ کورنۍ چې افراد یې ۲۲۷۹ کېږي په دې اوونۍ کې راغلې دي.»
پنځوس کلن فرودس یو له هغو کسانو دی چې تازه د پاکستاني پولیسو له لوري په جبري ډول هېواد ته راستون کړای شوی دی.
نوموړی وايي د کور سامان او هرڅه ترې په سپین میدان پاتې شوي دي.
له پاکستانه را ایستل شوی، فردوس بیا وايي: «حالت چې خراب شو نو ډک کور رانه پاتې شو، حاصل ته رسېدلی فصل هم رانه پاتې شو، د لارې کرایه پنځلس زره یو چا راته د خدای په نامه راکړې دي.»
د فرودس په څېر ځینې نور تازه راستانه کړای شوي په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د کېدونکي چلن په اړه خپل د سترګو لیدلی حالت داسې بیانوي.
له پاکستانه یو بل را ایستل شوی، حبیب الله په دې تړاو وايي: «موږ پکې ډېر تاوان وکړ، ځېنو پکې د لس لکه روپو تاوان هم وکړ، تازه مېوه لاس ګاړي او ټراکټورونه هم پاتې شول .»
رحمن ګل هم چې له پاکستانه را ایستل شوی، داسې وايي: «په ډېر بد وضعیت کې یې را وشړلو، خپلو خبرو ته یې نه پرېښودو چې خپله خبره ورته وکړو، فصل رانه پاتې شو کرایه راسره نه وه کرایه هم بل چا راکړه.»
دا په داسې حال کې ده چې د روانې غبرګولې میاشتې په ۲۴ مه د جمعې په ورځ پاکستاني مسوولینو ۱۲۵ افغان بندیان په تورخم ښارګوټي کې افغان لوري ته سپارلي وو.
په دې اړه مو اندونه