د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو لپاره د اسلامي امارت د هڅو په لړ کې، نن سېشنبې (د غبرګولي په ۲۷مه) د رییسالوزر د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی چین ته ولاړ.
ښاغلي حنفي د دغه سفر موخه د چین-سوېلي اسیا د فورم په نهمه غونډه کې ګډون او له ګډونوالو هېوادونو سره د اسلامي امارت د لاسته راوړنو شریکول بللي دي.
عبدالسلام حنفي په دې اړه وویل:«د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او پالیسۍ په اړه او همدارنګه اسلامي امارت غواړي چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو او د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او نېکې اړیکې ولري. انشاءالله دا خبرې به په هغې غونډه کې له ګډونوالو سره شریکې شي.»
بلخوا، د دوشنبې پر ماښام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست عطاءالله عمري په مشرۍ یو بل پلاوی روسیې ته تللی دی.
د دغه سفر موخه د سنپټرزبورګ د ۲۰۲۵ کال په اقتصادي کنفرانس کې ګډون بلل شوی؛ دا غونډه چې د نړۍ د څه باندې ۱۴۰هېوادونو استازي پهکې ګډون کوي، پر مهمو موضوعګانو لکه اقتصاد، کرنه، چاپېریال، سوداګرۍ او پانګونې تمرکز لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم شهامت په دې هکله وايي:«په دې کنفرانس کې به د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، عطاالله عمري، د افغانستان لیدلوري به د کرنې او اقتصادي پراختیا په برخه کې د نړۍ د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو له استازو سره شریک کړي.»
بل پلو، د اقتصادي چارو شنونکي په دغو غونډو کې د افغانستان حضور د نړۍوالو همکاریو د راجلبولو او د نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اغېزناک ګام بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد کریم عظیمي په دې هکله څرګندوي:«افغانستان د خپل جیوپولیتیک موقعیت او اقتصادي فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره کولای شي لا زیاتې ګټې ترلاسه کړي. په دې وروستیو کې د روسیې فډرالي هېواد او ورسره نږدې هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو سره کتنې او تګ راتګ زیات شوی دی، چې دا یو ښه خبر او هیله بښونکې نښه ده.»
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د چین او روسیې په ګډون له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې شوې دي او دغو دوو هېوادونو په دې وروستیو کې د مهمو غونډو کوربتوب کړی چې لوړ پوړو افغان پلاوو پهکې ګډون کړی دی.
په دې اړه مو اندونه