په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو او په ګاونډیو هېوادونو کې پر افغان کډوالو د فشارونو له زیاتېدو څلور کاله وروسته، د کډوالو د جبري اېستلو بهیر چټک شوی دی.
په تېرو دوو کلونو کې، څه باندې دوه میلیونه افغانان اړ شوي چې له ایران او پاکستانه ووځي.
خو د ډېری دغو کورنیو لپاره خپل هېواد ته راستنېدل په زړه پورې نه برېښي.
له ایرانه ایستل شوي احمد رضا افشار طلوعنیوز ته و ویل: «افغان کډوال، هغه کسان چې سم اسناد ونه لري، هلته بېاسناده ګڼل کېږي او که له هر ځايه ونیول شي، بېرتهیې راستوي. دوی ته هیڅ مهمه نه ده چې څوک وي.»
له دې سره هممهاله، د ناروې د کډوالو شورا(NRC) خبرداری ورکوي چې د بشري مرستو لپاره کافي سرچینې او بودجه نشته او په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره د مرستو یوازې ۲۰ سلنه پروګرامونه تمویل شوي دي.
دغه کمښت د دې لامل شوی چې د راستنېدونکو په ځينو ملاتړو مرکزونو لکه د جلالآباد په مرکز کې خپل فعالیتونه کم کړي.
دغې ادارې ټینګار کړی چې نړۍ باید افغانانو ته شا نه کړي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر، یان اېګلنډ ویلي: «هغه افغانان چې راستنېدو ته اړ کېږي، ډېری وخت هر څه پرېږدي او سملاسي مرستو ته اړتیا لري. د انآرسي کارکوونکي د بندرونو په دروازو کې شاهد دي چې راستنېدونکي تش لاس دي او ډېری وخت د تلو لپاره ځای نه لري. د ۲۰۲۵ کال تر نمیایي پورې په افغانستان کې بشري شریکان له ۲۰ سلنې کمه بودجه تمویلوي. په ان آرسي کې، موږ باید په جلال آباد کې د خپلې ټولنې په مرکز کې ملاتړ کم کړو. د بودجې له زیاتېدو پرته، موږ نشو کولای مخ پر زیاتیدونکو اړتیاو ته ځواب ووایو.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وايي: «څرنګه چې د افغانستان اقتصاد پر بهرنیو مرستو ولاړ و، نو هر ځل چې دغه مرستې کمې شي یا بندې شي، له شکه پرته ستونزې رامنځته کولی شي، په ځانګړي ډول هغو افغانانو ته چې له نورو هېوادونو راستنېږي. هغوی خوړو او سرپناه ته اړتیا لري او په اوسنيو بندیزونو کې چې پر افغانستان لګېدلي، دا به حکومت ته ډېره سخته وي چې دغه کړکېچ مدیریت کړي.»
بلخوا، د کډوالو د حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې له سملاسي ملاتړ او د ژوند د ښه کولو لپاره له پایېدونکو پروګرامونو پرته به، هغه کورنۍ چې له نورو هېوادونو راستنې شوې دي، د سختې بې وزلۍ، بې کورۍ او ټولنیزو زیانونو له خطر سره مخ شي.
علیرضا کریمي، چې د کډوالو د حقونو په برخه کې فعال دی، ویلي دي: «که د هغو کورنیو لپاره چې په جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته رااستول شوي، له ځنډ پرته ملاتړ او د ژوند د ښهوالي لپاره دوامداره پروګرام نه وي، نو د دوی ژوند به له جدي ستونزو سره مخ شي..»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې تر پایه، له پاکستانه څه باندې یو میلیون او۵۵ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه