Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو د محرومیت د دوام په تړاو اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د جنسیتي نابرابرۍ له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد له هرو لسو ښځو، اته یې د زده‌کړې له حقه محرومې دي.

د دغه سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، د ښځو او نارینه‌وو تر منځ د لاسته راوړنو په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د ښوونې تعلیم او تصمیم‌ نیونې کې، ۷۶ سلنه توپیر شتون لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال، فرحان حق ویلي:«د افغانستان د جنسیتي شاخص له مخې، د ښځو او نارینه‌وو تر منځ د لاسته راوړنو توپیر ۷۶ سلنه دی، په ځانګړې توګه د روغتیا، تعلیم، مالي مشارکت او پرېکړو نیولو په برخو کې. افغانستان په نړۍ کې دویم هېواد دی، چې تر ټولو پراخه جنسیتي نابرابري لري. د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د راپور له مخې، له هرو لسو ځوانو افغانو ښځو اته د زده‌کړې، کار او مسلکي روزنې له حقه بې‌برخې دي.»

د نجونو د زده‌کړې موضوع تل په نړۍوالو غونډو کې یاده شوې ده.

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یو راپور کې ويلي، چې یوازې ۲۴ سلنه د افغانستان د کار ځواک ښځې دي، په داسې حال کې چې ۸۹ سلنه نارینه‌ دي، چې دا د نړۍ په کچه په کاري ځواک کې د تر ټولو لوړې جنسیتي نابرابرۍ څرګندونه کوي.

د ښځو د حقونو فعاله لمیا شېرزی وایي:«که‌چېرې د ملګرو ملتونو دا بنسټونه رښتیا هم د افغان ښځو او نجونو د ستونزو حل ته لېوالتیا لري، باید یوازې د راپورونو له خپرولو پر ځای له طالب چارواکو سره مستقیم تعامل پیل کړي، تر څو د دې ټولو ستونزو لپاره بنسټیزه حل لار پیدا شي.»

هایده؛ هغه نجلۍ چې هیلې یې د نیم‌لوستو کتابونو په څېر نیمګړې پاتې شوې دي.

زده‌کړیاله هایده وایي: «زه د قابله‌ګۍ په درېیم سمستر کې وم چې انسټېټیوټونه وتړل شول. له بده مرغه اوس بې‌برخلیکه پاتې یو. افغانستان کې له نجونو زده‌کړې، تحصیل، او ټول څه اخیستل شوي دي.»

زده‌کوونکې نمیرا هم زیاتوي:«له حکومته زما غوښتنه دا ده، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او کار دروازې پرانیزي، تر څو وکولای شو یو روښانه او ښه راتلونکی ولرو.»

خو په افغانستان کې اسلامي امارت د نجونو د زده‌کړو موضوع د هېواد له کورنیو مسایلو ګڼلې او له نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو یې په ځلونو غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه