بروکسل کې د یوې غونډې ګډونوالو د یو باثباته او د نړۍوالو اصولو پر وړاندې د ژمن افغانستان د ملاتړ لپاره د یوه همغږي او دوامداره دریځ د غوره کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د اروپايي ټولنې استازو، سیاسي بنسټونو او د ځينو هېوادونو استازو په بروکسل کې په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان سیاسي، ټولنیز وضعیت او د ښځو حالت و ارزاوه.
د دې غونډې په خپره شوې اعلامیه کې د سیمې ثبات د افغانستان په وضعیت پورې تړلی بلل شوی دی.
د اروپايي ټولنې د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«ګډونوالو د یوې داسې همغږې او پراخې کړنلارې پر اړتیا ټینګار وکړ چې د نړۍوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ د سولهییز او باثباته افغانستان ملاتړ وکړي. د افغانانو غږ باید د جنسیت، قومیت یا مذهب له په پام کې نیولو پرته راتلونکی تګلوری وټاکي. د سیمې ثبات د افغانستان له راتلونکي سره تړلی دی.»
د سیاسي چارو شنونکی ګل محمدالدین محمدي په دې هکله وویل:«د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ملاتړ اړین دی، او هغوی باید له افغانستان سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي. همداراز، د افغانستان حکومت ته هم پهکار ده، چې د نړۍوالو لهخوا د رسمیت پېژندنې لپاره لازم شرایط برابر کړي.»
په غونډعه کې د بشري مرستو د دوام لپاره له افغانستان سره پر غیر رسمي، خو پایېدونکي تعامل ټینګار شوی دی.
شنونکي وايي چې د نړیوالې ټولنې لخوا له سرپرست حکومت سره همغږي او تعامل، د اوسنیو ننګونو په حل کې مهم رول لري.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی څرګندوي:«تر څو دا محدودیتونه او بندیزونه هغه څلوېښت مېلیونه انسانان، چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول اغېزمنېږي، زیانمن نهکړي، پهکار ده چې نړۍواله ټولنه او اسلامي امارت دواړه دې حالت ته غاړه کېږدي، پرې ژور فکر وکړي او یوه نوې او متوازنه تګلاره جوړه کړي.»
د یادونې وړ ده، چې دا غونډه د روانې زېږدیزې میاشتې پر شپاړسمه او اوولسمه په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د لوړپوړو چارواکو، د خلیج هېوادونو، د جی۷ ډلې شریکانو، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د افغان مدني ټولنې استازو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې اړه مو اندونه