د روسیې ولسمشر په یوه خبري غونډه کې، د نړۍوالو ننګونو تر سیوري لاندې د مسکو او قزاقستان ترمنځ د همکاریو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې مسکو د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښمن دی.
د ولادیمیر پوتین په وینا، که څه هم قزاقستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري، خو د روسیې ځینې متحد هېوادونه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، په تېر کې د ترهګرۍ له ستونزو اغېزمن شوي دي.
د روسیې ولسمشر ویلي: «موږ د ټولیز امنیت تړون سازمان غړي یو. زموږ د دفاع وزارتونه تل په اړیکه کې دي او په منظمه توګه له یو بل سره همکاري کوي.زموږ یوازینۍ موخه زموږ د مسوولیت په حوزه کې د امنیت تضمینول دي، ځکه چې له شک پرته د ځینو وضعیتونو په تړاو اندېښمن یو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د وضعیت په تړاو. که څه هم قزاقستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري، خو نور هېوادونه شته چې دا ډول پوله لري، او موږ پوهېږو چې په تېر کې ځینو ترهګرو ډلو زموږ ګاونډیو هېوادونو ته نفوذ کړی دی.»
د روسیې د ولسمشر دا اندېښنه په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هغه د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په پای کې سرپرست حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مسکو د متحد په توګه یاد کړی و.
پوتین ټینګار کړی و چې «طالبان» په افغانستان کې واک لري او له همدې امله د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مسکو شریکان دي.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، صادق حمیدزوی هم زیاتوي: "روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو یوه ده او په سیمه کې هم یوه سیمهییزه قدرت ګڼل کېږي. د افغانستان اړیکې له دې هېواد سره او نورې سټراټيژیکې هوکړې کولی شي افغانستان ته له سیاسي او امنیتي پلوه ډېره ګټه ورسوي."
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اونیو کې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکو د پام وړ پرمختګ کړی او روسیې د روان لمریز کال د غبرګولي پر څوارلسمه په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر په رسمي توګه ومانه.
په دې اړه مو اندونه