Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کلاشینکوف تر قلمه؛ د جګړې سرتېري او د سنګر یاددښتونه یې

د افغان د تېرې شل کلنې جګړې ځینو سرتېرو خپلې وسلې څنډې ته کړي او لیکوالۍ ته یې مخه کړې ده.

واک ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته، دغه سرتېري اوس د خپل سنګر او جګړه‌ییز مزل د یاددښتونو پر لیکلو پیل کړی دی.

د ۱۵ دقیقې کتاب لیکوال، خالد ځدراڼ د خپل کتاب په اړه له فرانس پرېس خبري اژانس سره د خپلو یاددښتونو او کتاب په اړه مرکه کړې ده.

خالد ځدراڼ چې اوس د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند دی، پخپله مرکه کې د لویدیځو له لوري د هغوی پر شل کلونو یاددوښتونو او کیسو نیوکه کوي.

هغه وايي: "پرېږده چې بهرنیانو هر څه لیکلي وي. دوی ډېری وخت زموږ پر حالاتو او د جګړې پر دلیل سترګې پټې کړې دي."

ځدراڼ په دغه کتاب کې خوست کې د خپل ماشومتوب او پکتیا، پکتیکا او تر فرضي کرښې ها غاړه ځینو سیمو کې د خپل ژوند هغه برخې یاددښت کړي چې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې یې پکې جګړه کړې ده.

خالد ځدراڼ فرانس پرېس ته ویلي: "زه به هره ورځ د وحشتناکو پېښو شاهد وم، د سړک غاړې ته پراته ټوټه ټوټه جسدونه به مې لیدل."

دغه شاوخوا ۶۰۰ مخیز کتاب چې په پښتو ژبه لیکل شوی، د خپل چاپ په شاوخوا څو اونیو کې تر دویم چاپ هم رسېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه