د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، په افغانستان کې امنیتي پېښې د تیر کال پرتله درې سلنې زیاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د سیاسي، امنیتي، بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په تړاو خپل درې میاشتنی راپور چې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ له لومړۍ د اپرېل تر پای پورې مودې ته پکې کتنه شوې، خپور کړ.
د راپور په امنیتي برخه کې راغلي چې د امنیت ضد پېښې د تېر کال د ورته مودې پرتله درې سلنې زیاتې شوې دي.
د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني اړخ سره نښتې او په کابل او کندوز کې د داعش بریدونه په دغه راپور کې مهمې امنیت ضد پېښې ګڼل شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش ویلي: «د ۲۰۲۵ کال د فبروري له لومړۍ د اپرېل تر ۳۰مې پورې ملګرو ملتونو ۲۲۹۹ امنیتي پېښې ثبت کړې، چې د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي. داعش خراسان څانګې د فبروري په ۱۱مه په کندوز ښار کې د یوه برید مسوولیت پر غاړه واخیست؛ دا برید د سرپرست حکومت پر هغو امنیتي ځواکونو وشو چې د خپلو معاشونو اخیستو په حال کې وو. په دغه برید کې ۱۹ کسان (۴ ملکي او ۱۵ پوځي) ووژل شول.»
د سیاسي چارو شنونکی، سید مقدم امین په دې اړه داسې وايي: "د ملګرو ملتونو هغه راپورونه چې په افغانستان کې د حقوقي یا مدني وضعیت پر شرایطو تمرکز لري، طبیعي ده چې لا هم په ځینو برخو کې یو ملي او نړۍوال چلنج دی. خو په پای کې باید اسلامي امارت هڅه وکړي چې دغه ننګونې لهمنځه یوسي، څو په پای کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته نورې پوښتنې پاتې نه شي."
د متقاعدینو د معاشونو نه ورکول او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو نه پرانیستل په دغه راپور کې د بشري حقونو په برخه کې جدي ننګونې بلل شوي دي.
په راپور کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې ښوونیز کال د نجونو د زده کړو د برخلیک په تړاو له کوم وضاحت پرته پیل شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: «د مارچ پر ۲۰مه نوی ښوونیز کال پیل شو، خو دا څلورم پرلپسې کال دی چې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته زده کړو محرومې دي.
د سرپرست حکومت چارواکو تر دې مهاله د نجونو د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو په تړاو هېڅ رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.»
د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځی هم خپل نظر دا ډول څرګندوي: "اسلامي امارت او نړۍواله ټولنه باید له هغو ټکو تېر شي چې منل یې ورته ناشوني وي، او باید په دې برخو کې یو بل قانع کړي."
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي درې میاشتنی راپورپه داسې حال کې خپور شوی چې ټاکل شوې، څه کم یوه اوونۍ وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه وکړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان سیاسي، بشري او اقتصادي وضعیت وڅېړل شي.
تر اوسه سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دغه راپور په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه