Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په اړه د روسیې وضاحت

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، مسکو د اسلامي امارت د سفیر ورسېدو ته په تمه دی.
ماریا زاخارووا د اسپوټنیک خبري آژانس سره په یوه مرکه کې د اسلامي امارت د رسمي پېژندلو په تړاوهم څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې تړاو به د روسیې مشرتابه په مناسب وخت کې پرېکړه وکړي.

 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخاروا په دې اړه ویلي: «روسیې لوري افغان چارواکو ته په مسکو کې د افغانستان د ډیپلوماټیک استازیتوب د کچې د لوړولو په تړاو سفیر ته خبر ورکړی دی، موږ په روسیه کې د هغه د راتګ په تمه یو. د اوسنيو افغان چارواکو د رسمیت پېژندنې په تړاو، موږ باور لرو چې اړونده پریکړه به د روسیې مشرتابه په مناسب وخت کې وکړي.»

گل محمد الدین محمدي چې د سیاسي چارو شنونکی دی، وايي: که چېرې روسیه و پوهیږي چې د افغانستان په رسمیت پېژندنه کې امریکا ته زیان پېښيږي او د هغوی لپاره بد خبر دی نو شاید دغه کار ته غاړه کیږدي. او د یو لړ اصلاحاتو له راوستو وروسته شاید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.
ځینې شنونکي د روسیې د دریځ او د هېواد د امنیتي وضعیت په تړاو د دغه اندېښنو په اړه بېلابېل نظرونه لري.  

سید مقدم امین، د نظامي چارو شنونکی په دې اړه داسې وايي: "زه فکر کوم هغه اندېښنې چې روسیه یې په دې اړه لري، ډېرې د توجیه وړ نه دي. خو اړتیا شته چې دواړه لوري د سیمې پر قضیو او امنیتي مسایلو خبرې وکړي."
روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې اسلامي امارت یې په لنډمهالې توګه له خپل تور نوملړه اېستلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو  د وزیر او د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي په ګډون د دغه هېواد ځينو لوړپوړو چارواکو په سیمه‌ییزو غونډو کې له سرپرست حکومت سره د عملي  تعامل پر اهمیت ټينګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه