د چین په کنمینګ ښار کې د چین - سویلي اسیا د نهم نړیوال نندارتون په لړ کې د اسلامي امارت د رئیسالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په وینا، ښاغلي حنفي ویلي چې افغانستان هیڅ ډلې یا کس ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګواښ پېښ کړي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت ویلي: افغانستان به هیڅ شخص یا ډلې ته اجازه ور نه کړي چې له افغان خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي او نه به د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. همدا راز یې له نورو هېوادونو هم د ورته چلند غوښتنه وکړه.
د رئیسالوزراء اداري مرستیال دغه راز له چین او د سویلي اسیا له هېوادونو سره د کانونو، انرژۍ، ټرانزیټ، ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او ختیځې اسیا ترمنځ د اړیکو پر پله بدلېدای شي.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان بیا وايي: چین زموږ لپاره ډېر ښه بازار دی، په ځانګړې توګه په ځينو برخو کې باید دوی را و غواړو لکه زیربناو کې، برېښنا کې، کانونو کې، ځکه دا زموږ لپاره ډېر ضرور دي.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، قطبالدین یعقوبي هم خپل نظر دا ډول څرګندوي: «افغانستان کولی شي له دغو نندارتونونو او خپل جیوپولیټیک موقعیت، په ځانګړي ډول له چین سره چې په نړۍ کې له اقتصادي او صنعتي پلوه لوړ مقام لري، خورا مهم او اساسي رول ولوبوي او له دغو فرصتونو تر ټولو ډېرې ګټې واخلي.»
عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې عمومي بښنه، د امنیت ټینګښت، د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او د پراختیایي پروژو پیلول د سرپرست حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې.
په دې اړه مو اندونه