Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکمنستان: د افغانستان د پرمختګ لپاره د نوښتونو ملاتړ کوو

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد قربانوف ویلي، ترکمنستان افغانانو ته د بشري مرستو وړاندې کولو په ګډون، د دغه هېواد د سولې او پرمختګ لپاره د نوښتونو د پراختیا په هڅه کې دی.

احمد قربانوف اسیا لپاره د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو له مسوولې پاولا پامپولوني سره دغه راز پر سیمه ییز امنیت او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

احمد قربانوف ویلي، ترکمنستان د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او بې پری دریځ لري. 

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «دغه کتنه کې سیمه ییز امنیت په ځانګړي ډول د افغانستان د وضعیت اړوند موضوعات و ارزول شول. ترکمنستاني اړخ خپل دریځ چې د بې پریتوب، ښه ګاونډیتوب او په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې د اصولو پر بنسټ ولاړ دی، وړاندې کړ. پر دې ټینګار وشو چې ترکمنستان په دوامداره توګه د نوښتونو ملاتړ کوي، څو په افغانستان کې د سولې او تلپاتې پرمختګ لپاره، چې پکې بشري مرستې او د سولې د نوښتونو ملاتړ شامل دي، هڅې وکړي.»

دواړو خواو دغه راز د ترکمنستان-افغانستان رېل پټلۍ جوړولو پروژې په څېر د انرژۍ او ټرانسپورټي دهلیزونو د رامنځته کولو او پر ځینو سترو بېخ بنایي پروژو خبرې کړې دي.

شنونکي د ترکمنستان له لوري په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ د سیمه ییز اقتصاد د پرمختګ لپاره مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي، جنت فهیم چکري و ویل: «که د سیمې هېوادونه او اروپايي ټولنه په ګډه افغانستان کې د سولې پرېکړه وکړي، نو دا به د سیمې د اقتصادي ثبات لپاره ګټور او اغېزناک اقدام وي.»

د اقتصادي شنونکي، عبدالنصیر رښتیا و ویل: «ترکمنستان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو دی او ډېره لېوالتیا لري چې د افغانستان له لارې د سویلي اسیايي له هېوادونو سره ونښلول شي. دغه چاره بنسټیزو زېربناو ته اړتیا لري، څو د افغانستان د ټرانسپورټي سیسټم په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او ترکمنستان وکولای شي خپل صادراتي توکي د سویلي اسیا هېوادونو ته ورسوي.»

ترکمنستان، د افغانستان د ګاونډي په توګه په تېر کې هڅه کړې چې په بې پرې سیاست سره په افغانستان کې د سولې، پرمختګ او اقتصادي همکاریو په بهیر کې رغنده رول ولوبوي، خو تر اوسه یې  سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه