Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خالي لاس راستنېدل؛ ایران کې د زرګونو افغانانو شتمنۍ پاتې شوې

ډېری هغه افغانان چې له ایرانه راستانه شوي، وایي د اسراییل د بریدونو او د ایران د حکومت د فشارونو له امله یې ټول مال او شتمني هلته پاتې شوې او دوی خالي لاس افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دوی په وینا، کلونه یې په ایران کې ژوند کړی، ځان ته یې ژوند برابر کړی و؛ خو د ستنېدو پر مهال یې ان د کور سامانونه هم نه‌دي راوړي.

یو تن راستنېدونکی، ذلګی وایي:«د کور کرایه مې نه‌ده راکړې، پنځه سوه مېلیونه تومان مې د کور له څېښتن سره پاتې دي. د وتلو اسناد مې اړوندو ادارو ته وښودل او د خپلو پیسو غوښتنه مې وکړه، خو هغوی وویل موږ ستا افغاني پیسې نشو درکولی.»

بل راستنېدونکی عبدالجلیل هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«د کور ټول توکي مو په ایران کې پاتې دي، د ایران پولیسو زموږ نغدي پیسې، بکسونه او موبایلونه واخیستل. هر چېرې چې مو شکایت وکړ، څوکیې اورېدونکی نه‌وو. زرګونه افغان کډوال اوس په کمپونو کې ساتل کېږي او ځينې یې مړه شوي هم دي.»

نصیراحمد، چې له خپلې کورنۍ سره له تهرانه راستون شوی، وایي:«روان کال موږ ته د وتلو اسناد راکړل شول او وویل شول چې باید له هېواده ووځئ. اوس چې افغانستان ته راستانه شوي یو، بې‌‌برخلیکه یو او هېڅ هم نه‌لرو.»

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، د ډېریو راستنو شویو افغانانو پانګه او مال په ایران کې پاتې دي، او ان ډېری یې خپلو ولایتونو ته د تګ لپاره د موټرو کرایه نه‌لري. 

د اسلام‌قلعه بندر د کډوالو او راستنېدونکو د سرحدي دفتر مرستیال عبدالظاهر رحماني، وایي:«کډوال وایي چې په ایران کې به په کرايي کورونو کې اوسېدل؛ خو کله یې چې خپلې پیسې غوښتې، له سلو مېلیونو تومانو، یواځې شل مېلیونه تومان ورکړل شوي دي. یوې ښځې وویل چې یو میاشت یې انتظار وکړ چې خپلې پیسې واخلي، خو د کور خاوند یې پیسې ورنه‌کړې.»

له هغه وروسته چې د ایران او اسراییل ترمنځ جګړې زور اخیست او د مېلیونو افغان کډوالو د مېشتېدو موده پای ته ورسېده، له ایرانه د افغانانو د راستنېدو بهیر ګړندی شوی دی. د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، یوازې د اسلام کلا له لارې هره ورځ شاوخوا لس زره کسان هېواد ته داخلېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه