Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټاکل شوې د افغانستان د وضعیت په اړه د م.م د امنیت شورا غونډه وشي

ټاکل شوې چې نن (دوشنبې، د چنګاښ په ۲مه) ناوخته په نیویارک کې، د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه وشي.

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا، او همداراز د بشر‌پالنې او د ښځو چارو لوړپوړي چارواکي د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیگیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په تېرو څلورو کلونو کې مو دا ډول غونډې ډېرې لیدلي؛ خو لا هم هغه پایله نه‌ده تر لاسه شوې چې افغان ولس‌ یې تمه لري. معمولاً د افغانستان رسمي استازو یا اسلامي امارت ته بلنه نه‌ورکول کېږي، چې له ځانه دفاع وکړي او هغه واقعیتونه چې افغانان‌ یې هره ورځ تجربه کوي، بیان کړي.»

د دې غونډې مهم بحثونه به د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو، اقتصادي کړکېچ او د افغان کډوالو پر وضعیت وي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا ځانګړې غونډه کولی شي د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل لپاره د لارې نقشه جوړه او د بشري، حقوقي او سیاسي ستونزو د حل لپاره یو لوری مشخص کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل سمکني په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«که‌چېرې د یوناما دفتر وکړای شي چې د افغانستان ستونزې نړۍوالې ټولنې ته په اغېزناک ډول ورسوي؛ زموږ په اند ملګري ملتونه به هم پر دې تمرکز وکړي. ستونزه دا ده چې یوناما یوازې وخت ضایع کوي او زموږ نورې هڅې او اقدامات پایله نه‌لري؛ خو سره له دې، یوناما د افغانانو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ یوازینی پل دی.»

د سیاسي چارو بل شنونکی نجیب‌الرحمن شمال، هم وایي:«هیله‌من یو چې دا ناسته د پخوانیو ناستو برعکس، داسې پرېکړې وکړي، چې د افغانستان له شرایطو سره سمون ولري او د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او بشري حقونو د ستونزو د حل زمینه برابره کړي.»

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی و، چې د سرپرست حکومت استازي باید په ورته ناستو کې حضور ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه