د ایران او اسراییل ترمنځ د نښتو له زور اخیستو سره هممهاله،د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې خبرداری ورکړ چې اسلامي نړۍ له یوې تاریخي ازموینې سره مخ ده؛ داسې ازموینې سره چې په وینا یې، پایله یې د اسلامي هېوادونو راتلونکی تګلوری ټاکلای شي.
امیرخان متقي په خپله وینا پر ایران د اسراییلو وروستیو بریدونه وغندل او ویې ویل چې دا اقدامات د نړۍوالو حقوقو له اصولو ښکاره سرغړونه ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل:«موږ د اسلامي نړۍ په توګه په روان حالت کې، د دې فرصت لرو چې په خپلو اسلامي مشترکاتو سره راټول شو، اسلامي نړۍ له نویو راټوکېدونکو ننګونو سره مخ ده، چې زموږ د پرمختګ او بیا رغونې مسیر یې له لویو ستونزو سره مخ کړی دی.»
ښاغلي متقي دغهراز وویل چې افغانستان اوس د خپلواکۍ، ثبات او بیا رغونې پر لور روان دی او زیاته یې کړه چې نن ورځ افغانستان د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د یووالي، امنیت او اقتصادي ودې په برخو کې ستر ګامونه اخیستي دي.
امیرخان متقي زیاتوي:«نن افغانستان د اسلامي ارزښتونو، اسلامي لارښونو او شرعي احکامو سره سم، د یووالي، امنیت، د بنسټونو د پیاوړتیا، اقتصادي ودې او بهرنیو اړیکو د بیا رغونې په مسیر کې، بې مخینې پرمختګ کړی دی.»
د دې غونډې په څنډه کې، امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره وکتل. نوموړي په دې کتنه کې ترکیه د افغانستان په بهرني سیاست کې یو مهم هېواد وباله او د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې یې ټینګار وکړ.
پخوانی دیپلومات عزیز معارج طلوعنیوز ته وايي:«هغه لیدنې او کتنې چې د ترکیې، سوریې او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کېږي، د افغانانو لپاره یو ښه فرصت دی؛ کهچېرې مناسب او قناعتورکوونکی پلان وړاندې شي، دغه هېوادونه کولای شي د افغانستان لپاره په نړۍواله کچه اغېزناکه لابي وکړي.»
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو یو پنځوسمه غونډه په داسې حال کې په استنبول کې جوړه شوه چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ نویو ترینګلتیاوو په سیمه کې امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي. په دې غونډه کې د څه باندې ۴۰ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.
په دې اړه مو اندونه