Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: تمه ده چې امریکا هم د روسیې په څېر اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د روسیې له‌خوا د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په غبرګون کې دا ګام "ستر او رغنده" بللی او ویلي یې دي چې دا بدلون کولای شي له نړۍ سره د افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو نوی فصل پرانیزي.

نوموړي له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې زیاته کړه چې اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ له پیله په دې هڅه و، چې د نړۍوالې رسمیت پېژندنې پر وړاندې حقوقي او سیاسي خنډونه له‌منځه یوسي، او د روسیې دا اقدام د افغانستان د بهرني سیاست د پرله‌پسې خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو پایله ده، چې اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.

مجاهد په دې هکله وویل:«موږ له ډېرو هېوادونو دا هیله درلوده چې دا کار وکړي او لومړی ګام واخلي؛ خو روسیې چې دا ګام پورته کړ، واقعاً د ستاینې وړ دی. زموږ دیپلوماتیک سیستم تل هڅه کړې چې هېوادونه قانع کړي، هلې ځلې یې کړي او تګ‌راتګ روان وي.»

د اسلامي امارت ویاند د خپلې وینا په بله برخه کې، په سیمه‌ییزو معادلاتو کې د روسیې اهمیت ته په نغوتې سره ویلي، چې روسیه په سیمه‌ییزو معادلاتو کې یو مهم لوبغاړی دی او رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې کولی شي افغانستان ته دا زمینه برابره کړي چې په نړۍوالو غونډو او پرېکړو کې برخه واخلي.

ښاغلي مجاهد  د څو قطبي نړۍ پر واقعیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، باید ټول هېوادونه د امریکا پرېکړې ته په تمه نه‌وي. نوموړي له واشنګټنه هم وغوښتل چې د روسیې په څېر یو زړور ګام واخلي او له کابل سره رسمي تعامل پیل کړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«موږ له امریکا دا تمه لرو چې په خپله خنډ نه‌‌شي؛ او د روسیې په څېر دې رامخته شي او زړور اقدام دې وکړي او همدارنګه نور هېوادونه هم چې له سیاسي پلوه یو ډول حس یې درلود، چې ښايي دا ګام شونی نه‌وي، باید درک کړې یې وي چې دا لار ډېره اسانه وه باید دا لار خپله کړي او له افغانستان سره همغږي وي.»

ښاغلي مجاهد همدارنګه هغه افغان شخصیتونه چې په بهر کې د اسلامي امارت پر رسمیت‌پېژندنې نیوکه کړې وه، د «افغانستان د پرمختګ دښمنان» وبلل او وې ویل چې هغوی ان د یوه سړک یا د پراختیایي پروژې اقدامات هم غندي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي:«له بده مرغه داسې شخصیتونه لرو چې په افغانستان کې هر پرمختګ غندي. ان که یوه سړک هم جوړېږي، هغه غندي؛ که یوه لویه پروژه پرانیستل کېږي، هغه منفي لوري ته وړي او غندي. افغان ولس باید پوه شي چې دا کسان نه د ثبات، نه د اسلامي نظام او نه هم د هېواد پرمختګ غواړي.»

هغه په پای کې وویل، اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولري او د سیمې او نړۍ تر منځ د نښلون ټکی شي. د ده په وینا، نور د «تردید او شک وخت تېر شوی» هېوادونه—په ځانګړې توګه اسلامي او سیمه‌ییز هېوادونه، باید واضح دریځ ونیسي او له کابل سره ښکاره تعامل پیل کړي.

ښاغلي مجاهد له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې له واشنګټن هم غوښتي چې د مسکو په څېر زړور اقدام وکړي او له کابل سره رسمي تعامل پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه