Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آلمان: د افغانستان امنیتي حالت نامتعادل او متغیر دی

د المان حکومت د افغانستان وضعیت «نامتعادل او بدلون‎منونکی» بللی او زیاته کړې یې ده چې «دې هېواد کې د دولتي ادارو لخوا د وګړو پر وړاندې هیڅ ډول سیستماتیک ګواښ نشته.»

د افغانستان په اړه د المان د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور په ډاګه وايي چې د افغانستان اوسنی وضعیت بې ثباته دی.

الماني رسنیو په دې اړه شننو کې ویلي چې راپور کې د افغان کډوالو د بیرته شړلو په تړاو هیڅ قانوني توصیه نه ده شوې. 

د المان د بهرنیو چارو وزارت له یوې اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه دې راپور ته په تمه و، خو لکه څنګه چې ټاکل شوې وه، د ۲۰۱۷ کال په دوبي کې راپور نشر نه شو او تر اوسه ځنډېدلی و.

المان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ تر یو څه حده درولې او اوس یوازې هغه کسان افغانستان ته راستنوي چې یا مجرمان وي، یا وېره ترې احساسېږي او یا هم پولیسو سره د خپل هویت په تثبیت کې مرسته نه کوي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه خپلې موندنې د کډوالۍ او پناه ورکونې ادارې او دغه راز خپلو ټولو محکمو ته استوي، خو د سرچینو د خوندیتوب په خاطر دا راپور په عام ډول نه نشروي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د افغان رد شویو د ویستو بهیر پڅ شوی دی او یوازې هغه کسان چې مجرم وي او ګواښ پېښوونکي وي ویستل کېږي، همداراز هغه کسان هم چې د خپل پېژاند په اړه د اړوندې ادارې سره همکاري ونکړي

شریک یي کړئ