Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ابراهیمي: د نظام د پرځولو لپاره هر ډول هڅه ملي خیانت دی

د ولسي جرګې مشر کندهار کې د یو شمېر سیاستوالو له لورې د سبانۍ جوړېدونکې غونډې په غبرګون کې وايي چې د ملي یووالي حکومت د پرځولو لپاره هر ډول هڅه ملي خیانت دی.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه وویل:«د ملي شورا او د افغانستان د خلکو له ادرسه د دغه نظام په ملاتړ کې همکاري ولرو چې خدای مه کړه د دغه نظام پرځېدل به د افغانستان د خلکو په حق کې ملي خیانت وي.»

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځيني غړي وایي هغوی چې د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کوي، د سیمې د هېوادونو د استخباراتي ادارو لاسپوڅي دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي وايي:«په خپله کولای شي په افغانستان کې د سیمې د استخباراتو د لاسوهنې لپاره زمینه برابره کړي.»

د ولسي جرګې بلې غړې فرشتې امیني هم څرګنده کړه:«دوی دې پوه شي چې نور د خلکو له احساساتو سره لوبې بس دي دغه حکومت او خلکو موږ د کړکېچ په لور بوتلل.»

د ولسي جرګې بل غړي ملا تره خیل محمدي په ډاګه کړه:«هغه حکومت چې په افغانستان کې شتون لري د افغانستان د خلکو په غوښتنه رامنځته شوی دی.»

طلوع نیوز ته یوه سرچینه وايي چې په دغې غونډې کې د اسلامي جمعیت یو شمېر لوړپوړي غړي هم وربلل شوي دي.

د جمعیت اسلامي ګوند غړي حفیظ منصور وویل:«دا د مرکزي حکومت د کمزوري کېدو لامل کېږي او په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو لاسوهنې زمینه برابره وي.»

په دې غونډه کې به داسې کسان هم ګډون وکړي چې د اوسني کړکېچ د هواري لپاره د لویې جرګې د جوړېدو غوښتونکي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال طلوع نیوز ته وویل:«حکومت د ولسوالیو د شوراګانو له ټاکنې وروسته د دې (لویې جرګې) په اړه به اقدام وکړي.»

رحمت الله نبیل، انورالحق احدي، ظاهرقدیر او یو شمیر نور سیاسي کسان به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

شریک یي کړئ