درې افغان کډوال د اتریش په ویانا ښار د رېل ګاډي په یوه تمځای کې پر یوې جلۍ د جنسي تېري د تور له امله مجرم وپېژندل شول او په بند محکوم شول.
دا افغان کډوال چې عمرونه یې ۱۶ تر ۱۸ کالو پورې دي کاله دي، په ترتیب سره پر ۵ او ۶ کالو بند محکوم شوي دي.
دا کسان په ۲۰۱۶ زیږیز کال کې د بالکان له حوزې اتریش ته تلي وو.
د جنسي تېري قربانۍ ۲۱ کاله عمر لري او ترکيالاصله اتریشي ده.
د اتریش پولیس وايي چې جلۍ ترکیې ته تلې ده او له روانې ناروغۍ سره لاس او ګریوان ده.