د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پر شمشاد ټلوېزیون د ترهګریز برید په غبرګون کې وايي چې حکومت مکلف دی ترڅو د رسنیو او خبریالانو امنیت ټینګ کړي.
ښاغلي اتمر په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د رسنیو ازادي د سیمې په هېوادونو او په ټوله نړۍ کې یوه بېلګه ده.
هغه کاږلي چې خبریالان او د هېواد د رسنیزه ټولنه، په تېرو ۱۶ کلونو کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو او فشارونو سربېره د افغانستان د خلکو، د ملي واکمنۍ د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو، د ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد د ملي او اسلامي ارزښتونو ترڅنګ وو او قرباني یې ورکړې ده.
ښاغلي اتمر ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به پرې نه ږدي چې د تېرو ۱۶ کلونو لاسته راوړنې د ترهګریزو بریدونو قرباني شي.