Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اتمر: طالبانو د لویې جرګې شرطونه پلي نه کړل

د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د ځنډ په لړ کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر وايي طالبانو هغه شرطونه چې د لویې جرګې له خوا وړاندیز شوي، پلي کړي نه دي.

د هغه په وینا له همدې امله د سولې خبرو اترو د پيل په وړاندې ستونزې رامنځته شوې دي او هغوی هڅه کوي چې دغه ستونزې ډېر ژر حل کړي.
 
ښاغلي اتمر په دې اړه څرګنده کړه:«د تاوتریخوالي د دوام له امله ډېر خواشینی یم او دا د پنځو مورودونو یو هغه دی چې د سولې مشورتي لویې جرګې پر هغه ټينګار وکړ او هغه یې د طالبانو د څلور سوه بندیانو په هکله په جدي توګه مطرح کړل.»

ښاغلی اتمر د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو د نه پلې کېدو یو لامل د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره له قید او شرط پرته د خبرو د پیلېدو په برخه کې  د طالبانو بې پروایي؛ د دې ډلې له لوري د تاوتریخوالي دوام، د افغان ځواکونو د ټولو نيول شویو سرتېرو نه خوشي کېدل او د اوربند نه کېدل بولي. خو وایي چې نړیواله ټولنه د څلور سوه طالب بندیانو له ډلې د ځينو هغو په تړاو ملاحظه لري.
 
د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر په دې اړه وايي:«نړیواله ټولنه اعتراض لري، تاسو اورېدلي دي. تاسو په دې اړه رپوټونه خپاره کړي دي او زموږ کار په دې وي چې په دې اړه له نړیوالې ټولنې سره اجماع جوړه کړو.»

بل خوا د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي یو غړی نادر نادري؛ پر دغه پلاوي د طالبانو هر ډول نیوکه ناسمه بولي او د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د دغه پلاوي د چمتووالي خبر ورکوي.
 
ښاغلي نادرې زیاتوي:«طالبان باید هغه اخلاص او نیت چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی یې د مذاکرې لپاره لري، هغوی یې هم ژر تر ژره چمتو شي چې وکړای شو مذاکرات پیل کړو.»

خو طالبانو په ځلونو ټينګار کړی دی تر هغو چې د حکومت له بند نه د دې ډلې څلور سوه بندیان خوشي نه شي، د افغانانو ترمنځ خبرې به پیل نه کړي.

له قید او شرط پرته د خبرو د پیلېدو په برخه کې  د طالبانو بې پروایي؛ د دې ډلې له لوري د تاوتریخوالي دوام، د افغان ځواکونو د ټولو نيول شویو سرتېرو نه خوشي کېدل او د اوربند نه کېدل بولي.

شریک یي کړئ