Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اجراییه ریاست: د بهرنیو چارو وزارت ویاند خپل کار ته دوام ورکوي

اجراییه ریاست د ولسمشر لخوا له دندنې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند لیري کولو په غبرګون کې وايي چې، صبغت مجددي به د ټاکنو پایلو تر اعلانه پورې کار ته دوام ورکوي.

نوموړی د سولې په تړاو د څرګندونو له کبله د ولسمشر لخوا ګوښه شوی.

اجراییه ریاست نن (دوشنبې د تلې په۱۵مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې صبغت مجددي به د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه دندې ته دوام ورکړي.

 اجراییه ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې "په اوس وخت کې ګمارنې او له دندو ګوښه کولو یوازې په ټاکنو پورې تړلې بللی شي."

اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې د بهرني سیاست پورې اړوند موضوعات کې باید حکومت یو غږ ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ (یکشنبې د تلې په ۱۴مه) وویل چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د "نامسوولانه" څرګندونو له امله له دندې ګوښه کړل شو.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرگنده کړې وه چې په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر میرویس ناب، چې په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د مرستیال په توګه ګومارل شوی، د دغه وزارت د ویاندویۍ دفتر د چارو سرپرستي به وکړي.

پاکستان ته د طالبانو د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې او د طالبانو د کوربتوب لپاره د پاکستان له هڅو هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې، ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو د پاکستان پر کوربتوب نیوکه وکړې وه او ویلي یې و چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو اصولو پر خلاف دی.

تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان هم اعلان وکړ چې د ښاغلي احمدي څرګندونې، د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب نه بلکې د هغه شخصي څرګندونې دي.

څو اوونۍ مخکې اجراییه رییس عبدالله عبدالله، په بهرنیو چارو وزارت کې د اړیکو پر بنسټ د ګومارنو د تورونو د څېړلو لپاره د ولسمشر اشرف غني حکم کمپایني وباله او هغه یې وځنډوه.

اجراییه ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې "په اوس وخت کې ګمارنې او له دندو ګوښه کولو یوازې په ټاکنو پورې تړلې بللی شي. "

شریک یي کړئ