Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجراییه ریاست د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ممنوع‎الخروج کړل

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله لخوا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو اعلان شویو پایلو له نه منلو سره، د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د اجراییه ریاست لخوا ممنوع الخروج شوي دي.

د هغه مکتوب یوه کاپي طلوع نیوز ته رسېدلې چې اجراییه ریاست د کورنیو چارو وزارت ته استولی دی.

مکتوب کې راغلي دي:«د احتیاطي تدابیرو نیولو په موخه د دواړو کمېسیونونو(د ټاکنو او د ټاکنیزو شکایتونو) رییس او غړي د دارالانشاء رییسانو او مرستیالانو سره یې د واک لرونکې محکمې تر قطعي پرېکړې پورې ممنوع الخروج دي او له هېواده بهر د مسافرت حق نلري، ځکه د دوی(د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو) د تېښتې وېره د ملي وجیبې په برخه کې د مسوولیت نه ادا کولو لپاره شته ده.»

اجراییه ریاست له کورنیو وزارت نه غوښتي چې په دې برخه کې اړین اجراأت وکړي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي د اجراییه ریاست لخوا د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو ممنوع الخروج کولو په تړاو وايي د وګړو ممنوع الخروج کولو واک یوازې لویه څارنوالي او ستره محکمه لري او د دغه وزارت هر اقدام به د هېواد د قوانینو له مخې وي.

عبدالله عبدالله تېره شپه(سې‎شنبې د سلواغې په ۲۹مه نېټه) وروسته له دې چې د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو بریالی وباله، هغه هم خپل ځان بریاله وباله او زیاته یې کړه چې"ټول شموله" حکومت به رامنځته کړي.

له دې سره هم مهاله نن د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې پلویان  په جوزجان ولایت کې سره راټول شوي او د ټاکنو پر اعلان شوې پایلې نیوکې کوي.

اجراییه ریاست له کورنیو وزارت نه غوښتي چې په دې برخه کې اړین اجراأت وکړي

شریک یي کړئ