Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اجراییه رییس د جنرال رازق د فاتحې په خاطر کندهار ته ورسيد

اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د کندهار د وژل شوي امنیه قومندان جنرال رازق له کورنۍ سره د لیدلو او تسلیت په خاطر کندهار ته ورسید. 

هغه د یو پلاوي په ملتیا چې دویم مرستیال محمد محقق هم ورسره و، نن (پنجشنبه، د لړم درېیمه) په کندهار کې د جنرال رازق قبر ته ورغلل او دعا يې ورته وکړه. 

جنرال رازق تېره پنجشنبه( د تلې ۲۶مه) د کندهار ولایت مقام کې د ملي امنیت له رییس جنرال عبدالمومین حسین خیل سره یو ځای په ډزو کې ووژل شو. 

اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې له ډاکټر غني دوه ورځې وروسته يې دې ولایت ته سفر کړی دی، له ځينو قومي مخورو او  د جنرال رازق له ورور تادین خان سره هم وکتل. 

تادین خان تازه د کندهار امنیه قومندادنۍ سرپرست مقرر شوی دی.

تر هغه وړاندې ولسمشر غني پاکستان د جنرال رازق په وژنه کې ښکېل وباله او غږ يې پرې وکړ چې مجرمین د محاکمې لپاره افغان حکومت ته وسپاري. 

دا په داسې حال کې دی چې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي هم ورته څرګندونې درلودې او ويې ویل، چې بریدګر پاکستان کې روزل شوی و. 

د یادې پېښې په خاطر په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډول شوې، ټاکل شوې راتلونکې شنبه ترسره شي. 

شریک یي کړئ