اجراییه رییس د شانګهای سازمان د همکارو هېواد په اوولسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته ورسېد.
له اجراییه ریاسته رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي:« ډاکټر عبدالله عبدالله نن پنجشنبه (د تلې ۱۹مه) د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد.»
د سرچینې په وینا نوموړي د غونډې تر څنګ د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم ملت ماڼۍ کې ولیدل.
نوموړي په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي، د سولې او ثبات اړوند او همدارنګه د سیمې د نښلون په اړه خبرې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي نوموړی به د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له لومړیو وزیرانو او استازیو سره هم وګوري.
عبدالله عبدالله له رسنیو ته په خبرو کې وویل: «چې افغانستان او تاجکستان ستراتېژيک او رښتوني ملګري دي.»
د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو دا اوولسمه غونډه ده، چې نن د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه.