Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجراییه رییس: ولسمشریزي ټاکنې به پر ټاکلي وخت ترسره شي

د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي د ولسمشرۍ ټاکني به پر ټاکل شوې نېټه تر سره کیږي.

عبدالله عبدالله سې‎شنبې(د لړم په ۲۲مه نېټه) په افغانستان کې د امریکاایالاتو له سفیر، جان بس سره په لیدنه کې ویلي د سولې د روانو خبرو موضوع بېله ده او له ولسمشرۍ ټاکنو سره هېڅ تړاو نه لري.

د اجراییه د خبرپاڼي له مخي چي د امریکا سفیر ویلي، واشنګټن پر وخت د  ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره له دي پروسي ملاتړ کوي.

دا په داسي حال کي ده چي یوې امریکايي ورځپاڼي والسټریټ ژورنال د امریکايی چارواکو له قوله ویلي وه چي امریکا د سولي خبرو د پرمختګ لپاره د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو لپاره فکر کوي.

ډاکتر عبدالله او جان بس په لیدنه کې د ولسمریزو ټاکنو پر شفافیت او رڼښت هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، متحده ایالات د دې ټاکنو د ځنډ طرحه څېړي.

ظاهراُ د دې راپور په غبرګون کې د امریکا سفیر جان بس پخپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو د تیاریو ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې د ترسره کېدو وخت يې په افغانانو پورې تړلی.

په همدې حال کې د ولسمشر یوه ویاند، هارون چخانسوري دې ورځپاڼې ته ویلي وو چې د ټاکنو ځنډول د منلو وړ نه دي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې هم لیکلي دي:«د افغانستان حکومت د اساسي قانون او د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا په اعلان شوې نېټې د ۱۳۹۸ کال ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.»

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله او افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر، جان بس په لیدنه کې د ولسمریزو ټاکنو پر رڼښت هم ټینګار کړی دی

Thumbnail

د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي د ولسمشرۍ ټاکني به پر ټاکل شوې نېټه تر سره کیږي.

عبدالله عبدالله سې‎شنبې(د لړم په ۲۲مه نېټه) په افغانستان کې د امریکاایالاتو له سفیر، جان بس سره په لیدنه کې ویلي د سولې د روانو خبرو موضوع بېله ده او له ولسمشرۍ ټاکنو سره هېڅ تړاو نه لري.

د اجراییه د خبرپاڼي له مخي چي د امریکا سفیر ویلي، واشنګټن پر وخت د  ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره له دي پروسي ملاتړ کوي.

دا په داسي حال کي ده چي یوې امریکايي ورځپاڼي والسټریټ ژورنال د امریکايی چارواکو له قوله ویلي وه چي امریکا د سولي خبرو د پرمختګ لپاره د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو لپاره فکر کوي.

ډاکتر عبدالله او جان بس په لیدنه کې د ولسمریزو ټاکنو پر شفافیت او رڼښت هم ټینګار کړی دی.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، متحده ایالات د دې ټاکنو د ځنډ طرحه څېړي.

ظاهراُ د دې راپور په غبرګون کې د امریکا سفیر جان بس پخپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، چې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د ټاکنیزو کمیسیونونو د تیاریو ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې د ترسره کېدو وخت يې په افغانانو پورې تړلی.

په همدې حال کې د ولسمشر یوه ویاند، هارون چخانسوري دې ورځپاڼې ته ویلي وو چې د ټاکنو ځنډول د منلو وړ نه دي.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې هم لیکلي دي:«د افغانستان حکومت د اساسي قانون او د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا په اعلان شوې نېټې د ۱۳۹۸ کال ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه