د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې محمد اجمل فایز د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د چارسمبالي (سرپرست) په توګه وګومارل شو.
ښاغلی فایز د عبدالرقیب مبارز پر ځای چې کابو یوه میاشت مخکې، له وسلهوالو نښتو وروسته پر دغه مقام وګومارل شو - ګومارل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د پېژنتون رییس جنرال نعمت الله ابراهمي وايي چې دغه ګومارنه له دې امله شوې چې ښاغلي مبارز حضور ته د کورنیو چارو وزارت په نورو برخو کې اړتیا وه.
ابراهیمي زیاتوي چې ټاکل شوې ولسمشر غني ډېر ژر د بلخ د امنیه قومندان په توګه د اجمل فایز د ګومارنۍ فرمان صادر کړي.
اجمل فایز خپل لیسانس له انګلستان څخه ترلاسه کړی او دوکتورا یې هم په پوځي برخه کې له ترکیې اخیستې ده.
هغه له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د کشف او استخباراتو په برخه کې کار کړی او همدارنګه د لنډې مودې لپاره د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د قطعې قومندان هم و.