Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

احساس: دا ډول بریدونه به د بیان ازادۍ غږ چوپ نه‎شي کړای

د شمشاد ټلوېزیون د خبر مدیر عابد احساس، پر دغه ټلوېزیون له برید وروسته وویل چې دا ډول بریدونه نه‎شي کولای د بیاد ازادۍ غږ چوپ کړي او هغوی به خلکو ته د اطلاعاتو د رسولو لپاره خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړي.

دغه برید نن ګهیځ (سې‎شنبې د لړم ۱۶ مه) هغه مهال رامنځته شو چې د دغه ټلوېزیون د ودانۍ د دروازې په وړاندې چاودنه وشوه او له هغې وروسته بریدګر دغې ودانۍ ته ننوتل.

د رپوټونو پر بنسټ، له چاودنې وروسته لږ تر لږه دوه بریدګر د دغه ټلوېزیون ودانۍ ته ننوتل.

ښاغلي احساس په دې اړه وویل:«دا پر رسنیو او د خلکو پر غږ برید دی. دا لومړنۍ برید نه دی او شونې ده چې پر (رسنیو) وروستی برید هم نه وي.»

هغه زیاته کړه:«موږ مقاومت کوو او خپلو هڅو ته دوام ورکوو. ټپیان دلته روغتون ته راوړل شوي او هېڅوک نه‎شي کولای چې د رسنیو غږ چوپ کړي.»

ښاغلي احساس وویل چې د شمشاد ټلوېزیون کارکوونکي په خپل دفتر کې وو چې بریدګر د پولیسو له جامو سره د دغې رسنۍ ودانۍ ته ننوتل.

هغه څرګنده کړه:«هغوی (بریدګر) د ټلوېزیون پر ساتونکو یې لاسي بمونه واچول.»

د هغه په وینا، په دغه برید کې یو ساتونکی وژل شوی او نور ټپیان شوي دی.

ښاغلي احساس همدارنګه وویل چې بریدګرو لومړی د دغه ټلوېزیون د خبر پر برخې برید وکړ او هرڅوک یې چې لیدل پرې ډزې یې کولې.

هغه وايي چې د دغه ټلوېزیون یو ډېر شمېر کارکوونکي له برید وروسته په تېښته بریالي شوي او ځینو نورو بیا د کړکۍ له لارې ځانونه بهر کړي دي.

ښاغلي احساس د دې پوښتنې چې ایا له دې وړاندې ګواښل شوي وو، که نه؟ وویل چې په افغانستان کې د رسنیو ټول کار کوونکي تر ګواښ لاندې دي.

خو هغه وویل چې له دغه برید وړاندې ګواښل شوي نه وو.

په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي او کابو ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

شریک یي کړئ