Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

احمدزی: د خپلو څرګندونو لپاره سندونه او شاهدان لرم

د ولسمشر غني د امنیتي برخې پخواني سلاکار حبیب الله احمدزی چې په ارګ کې ولسمشر غني ته نږدې کړۍ له ښځو د جنسي ګټې اخیستو او فحشا په دودولو تورن کړي دي وايي په اړه یې سندونه او شاهدان لري.

ښاغلي احمدزي وویل:«که‎چېرې څوک ما اړباسي، ډېر شواهد او نور شیان شته، زه ستر کسان رسنیو ته راولم وروسته به دوی د هغوی په وړاندې څه وکړئ؟»

حبیب الله احمدزی هغه څه چې یې ویلي، لا هم پرې تاکید کوي. دی زیاتوي، له دې وړاندې یې د ملي امنیت ريیس هم په دې اړه ویلي، خو هغه پرې غوږ نه دی ګرولی.

ښاغلی احمدزی د پروموټ پروګرام د پوښتنې وړ بولي.

د ولسمشر د امنیت مخکنی سلاکار حبیب الله احمدزی وايي:«د ملي امنیت عمومي رییس ستانکزی صاحب هماغه وخت ښايي چې اوس انکار وکړي خپل کار یې دی، زموږ ټول همکاران شاهد دي، بیا ما ورسره اړیکه ونیوله او دواړه وارې مې دا موضوع ورته وویله دا وضعیت روان دی او هیله ده چې په دې اړه مداخله وکړه.»

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د ښاغلي احمدزي دا څرګندونې ناسمې او د حکومت په وړاندې توطئه بولي.

ښاغلي چخانسوري څرګنده کړه:«کله چې یو کس له حکومت سره کار کوي حکومت ګل او ګلزار دی، خیر او خیریت دی او کله چې له حکومته لیرې شي هر څه خراب دي.»

بلخوا د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ښځو د جنسي ګټې اخیستو او فحشا دودولو د تورونو پر بې طرفانه توګه څېړنې ټینګار کوي.  

هغه ګواښ کوي که‎چېرې له دغو تورونو سره سیاسي چلند وشي، د دولت پر اعتبار او د حکومت په کاري کړنې به ناوړه اغېزه وکړي او همدارنګه په ټولنه کې به د ښځو سالم خوځښت هم تر پوښتنې لاندې راولي.

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه زیاته کړه:«زه په دې اړه قضاوت نه کوم خو نومونه اخیستل شوي او پر مسایلو بحث شوی... دا د حل لاره نه وي چې هغو کسانو چې پیغام رارسولی هماغه کسان مجازات کړو.»

یو مهال امرالله صالح هم هغه مهال چې د ولسي جرګې ټاکنې کېدې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي و، د ولسمشر د دفتر ريیس سلام رحیمي او د ولسمشر یو سلاکار  ډاکټر فضل فضلي د ولسي جرګې ټاکنو کې لاس‌وهنه کوي او یو شمېر نوماندانو ته ویلي، وروستۍ پرېکړه دوی کوي.

دا قضیه د ولسي جرګې ټاکنو له پراخې درغلۍ سره اړیکه لري. لکه‎څرنګه چې ښاغلي احمدزي ویلي له کابل ټاکنیزې حوزې څخه ځینې مېرمنې له پنځه تر شپږ سوه رایو سره ولسي جرګې ته بریالۍ شوې دي.

معترضه نومانده نجیبه فایض وايي:«څرګنده ده چې سیاسي لوبه ده او د مالي فساد او اخلاقي فساد لوبه ده.»

بله معترضه نومانده ارزو صافۍ هم څرګندوي:«په ۱۸۴۸ رایو کې زه ناکامه شوم او هغه مېرمن چې ۱۷۰۲ رایې لرلې پارلمان ته ولاړه.»
سلیمه نیکبین د اسماعلیه لږکیو له ډلې د ولسي جرګې معترضه نومانده ده، دا مېرمن د ځان پر وړاندې د تبعیض په اړه وايي، وروستیو شېبو کې یو ناڅاپي د بریالیو نوماندانو له‌نوملړه اېستل شوې ده.
معترضه نومانده سلیمه نیکبین وویل:«زه دا نه تاییدم او نه یې هم ردوم. زما سیسټماټیک لیرې کولو دلیل هم یوه دا معامله وي.»
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ نوماندانو شورا د احمدزي تورونه یو شجاعانه عمل بولي او هغه څه چې دوی یې په ارګ کې مالي او اخلاقي فساد بولي، له کبله یې اندېښنه څرګندوي.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ښځو د جنسي ګټې اخیستو او فحشا دودولو د تورونو پر بې طرفانه توګه څېړنې ټینګار کوي.  

شریک یي کړئ