Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارزګان والي:دغه ولایت کې ۸۰ سلنه دوسیې د طالبانو له خوا څېړل کېږي

د ارزګان والي اسدالله سعید وایي چې په دغه ولایت کې له ۸۰ سلنې زیاتې جرمي دوسیې د طالبانو لخوا څېړل کېږي او پرېکړې پرې کېږي.

د ښاغلي سعید په وینا د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د حقوقي خدماتو د نشتوالي او عدالت ته د خلکو د نه لاسرسي له امله د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د خپلو حقوقي ستونزو د هواري لپاره طالبانو ته ورځي.

د ارزګان والي اسد الله سعید په دې اړه زیاته کړه:«کابو زموږ د اتیا سلنې ستونزو په اړه د طالبانو له خوا پرېکړه کېږي؛ ځکه چې حالته حضور نه لرو. موږ خپله وروستۍ هڅه کوو که چېرې ولسوال، امنیه قومندان، او نور چارواکي په دغې برخو کې فعالیت وکړي، دا څرګنده ده چې ستونزې به شتون ن لري.»

د دغه ولایت والي له لویې څارنوالۍ غواړي په دغو ولسوالیو کې عدلي او قضايي بنسټونو ته د خلکو د لاسرسي لپاره کار وکړي.

له بلې خوا د ارزګان د څارنوالۍ ریاست دا ستونزه مني او وايي د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره یو پلاوی دغو ولسوالیو ته لېږل شوی دی.

د افغانستان د څارنوالۍ مرستیال وحید الدین ارغوان په دې اړه وايي:«موږ په مرکز کې هم د خپلو څارنوالانو پر اجرااتو څارنه کوو او هر وخت د هغوی د فعالیت د څرنګوالي په اړه رپوټ غواړو... یوه ستره ستونزه چې شتون لري، هغه ناامني ده او دا د دې لامل کېږي چې عدالت په خپله واقعي مانا تطبیق نه شي.»

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ارزګان د سیمه ییزو چارواکو د شمېرو له مخې د نوموړي ولایت په ځينو ولسوالیو کې عدلي او قضايي بنسټونه نشته او دردغو ادارو کارکوونکي د دې ولایت په مرکز او یا هم په کابل کې دي.  

د ارزګان د والي په وینا هغه ولسوالۍ چې عدلي او قضايي ادارې په کې نشته، ټولې جرمي دوسیې په کې د طالبانو لخوا څېړل کېږي او خلک هم د عدالت ټینګښت په پار طالبانو ته ورځي.

شریک یي کړئ