د ارزګان ولایت سیمهييز چارواکي نن(شنبې د چنګاښ۱۰مه) وايي چې د طالبانو یوه قومندان په دې ولایت کې وژل شوی دی.
د خاص ارګان ولسوالۍ امنیه قومندان ملا عبدالصمد وايي چې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قومندان د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د طالبانو دا وژل شوی قومندان مولوي عبدالله نومېده.
ښاغلی عبدالصمد څرګندوي ګې د طالبانو یاد قومندان د خاص ارګان په زرتي سیمه کې په نښه شوی.
تر اوسه پورې طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.