Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارزګان کې د طالبانو ۱۱ جنګیالي وژل شوي

د ارزګان ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په یوه نښته کې ۱۱ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د ارزګان د امنیه قومندانۍ ویاند محمد معروف احمدزی وايي چې دغه نښته، تېره شپه ناوخته (جمعه د زمري په ۱۲ مه) له هغې وروسته پیل شوه چې په لسګونه تنو طالب جنګیالیو د دغه ولایت د چناټو ولسوالۍ په ځینو برخو برید وکړ.

د ښاغلي احمدزي په وینا، په دغو نښتو کې د ملي پوځ درې پوځيان هم وژل شوي دي او څلور تنه نور یې ټپيان دي. هغه زیاتوي چې له هغې وروسته دولتي ځواکونو له سیمې شاتګ وکړ.

د ارزګان امنیه قومندانۍ ټینګار وکړ چې له یوې مودې وروسته بهرنیو ځواکونو هم په دغې سیمه کې پر طالبانو هوايي بریدونه وکړ.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ