د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په ارزګان ولایت کې د ګومانډو ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۱۲ طالبان وژل شوي.
خبرپاڼه کاږي چې دغه عملیات په ټرینګوټ کې په لاره اچول شوي و چې د هغه په پایله کې د طالبانو اته پټن ځایونه هم له منځه تللي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې چاودېدونکي توکي او شپږ کړۍ ماینونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خو طالبان بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.