Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارزګان کې طالبان او بدخشان کې امنیتي ځواکونه وژل شوي

د ۲۰۵ اتل اقول اردو چارواکي وايي ارزګان کې يې په هوايي برید کې اته تنه طالبان وژلي دي. 

له دې ادرسه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې برید تېره ورځ مرکز ته څېرمه سیمه کې شوی، چې څلور تنه نور پکې ټپیان شوي دي. 

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په ورته وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي، چې د طالبانو په یوه برید کې ۱۴ امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

د دې شورا غړي وايي چې طالبانو نن سهار شاوخوا درې بجې په جرم ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ، چې نهه تنه پکې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. 
 
د دې شورا غړي وايي چې طالبانو نن سهار شاوخوا درې بجې په جرم ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ.

شریک یي کړئ