د ارزګان سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د څلورو سیمه ییزو پولیسو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د والي ویاند وايي پېښه نن سهار (یکشنبې د زمري په ۵مه نېټه) د ارزګان مرکز ترينکوټ ښار، چنارک سيمه کې شوې.
زړګی عبادي زیاتوي يوه نفوذي کس سهار کابو څلور بجې د ولسي پاڅون کوونکو په پوسته خپل څلور ملګري وژلي دي.
هغه وړاندې وايي چې ياد کس له پوستې ټول مهمات هم له ځان سره وړي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.