د ۲۰۵اتل قول اردو نن (سېشنبې د وری۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره د ۲۳ وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکړ.
خبرپاڼه کې راغلي دی چې د افغان هوايي بریدونو کې ارزګان کې دې وسلهوالو ته مړینه اوښتې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا بریدونه د ارزګان ولایت ترینکوټ ښار په سرخ سنګ او کوټوالو کلیو کې ترسره شوي دي.
په دې بریدونو کې د وسلهوالو د یو شمېر وسلو او مهماتو له منځه تلو خبر هم ورکړل شوی دی.
خو د ملکي کسانو او افغان ځواکونو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.