Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'ارګ په یوه بڼه د نورو نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو مخنیوی کوي'

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل پر ولسمشرۍ ماڼۍ تور پورې کوي چې غواړي په یوې بڼې د نورو نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو مخه ونیسي.

ښاغلی نبیل وايي چې حکومت د ټاکنیزو منډو ترړو په وړاندې د یوه امنیتي ګواښ په اړه خبر ورکړی، له همدې امله هغه نه دی توانېدلی چې تېره ورځ د خپلو ټاکنیزو سیالیو غونډه کې حضور پيدا کړي. 

ولسمشرۍ ټاکنو ته دا نوماند زیاتوي چې ولسمشر د څو تېرو کلونو د ناکامیو د افشا له وېرې، له دا شان ګواښونو سره غواړي چې د ټاکنیزو منډو ترړو مخه ونیسي.

دی پر حکومت نیوکه کوي چې طالبان مخکنیو کلونو کې هم د سولې خبرو پر مهال د ټاکنو مخالف وو، خو اوس حکومت له دې کار ناوړه ګټه اخلي، څو د نورو نوماندانو کمپاینونه ګډوډ شي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په دې اړه وویل:«دوی له هغو کړنو چې په تېرو پنځو کلونو کې یې کړي وېره لري، له دې وېره لري چې موږ د خلکو په منځ کې درېږو، د هغوی د پنځو کلونو ماتو، لاملونو او دا چې څوک یې لامل شوي او پروګرامونه یې ننګوو. فکر کوم یو اساسي دلیل دا وي له هغې پرته په اوسني دریځ کې موږ ټول یو ډول حق لرو. زما په نظر، دا په خپله له طالب سره یو ډول مرسته ده، ځکه چې طالب په خپله له دغو ټاکنو سره مخالفت ښودلی، حکومت د ټاکنو سهولت او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي په حقیقت کې دواړه په دوو جبهو کې د یوې موخې لپاره کار کوي تراوسه زموږ لپاره امنیتي کڅوړه بشپړه شوې نه ده.»

بل لورته بیا د ولسمشرۍ ټاکنو یو بل نوماند وايي، د ملي یووالي حکومت مشران چې ټول امکانات ورسره دي، خو نورو نوماندانو ته بیا ان امنیت هم نه نیول کېږي.

ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«د ټاکنیزو منډو ترړو له پیله څه باندې یوه اوونۍ تېرېږي تراوسه زموږ امنیتي امکانات برابر نه دي، یوه ورځ کسان رالېږي او بله ورځ وايي چې ځای نه‎لري، وروسته بیا وايي چې موږ تاسو ته چلوونکی درکوو، ګډوډي ده اوس چې له کمپاینونو لس ورځې تېرېږي موږ تراوسه ټول امنیتي وسایل نه‎لرو، ځينې شیان لرو هغه هم په خوره بڼه خو حکومت له ټولو امکاناتو استفاده کوي.»

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزی وايي، ولسمشر نورو نوماندانو ته په کمه سترګه ګوري او له همدې کبله نه غواړي چې ټول نوماندان له یو ډول امکاناتو برخمن وي.

ولسمشرۍ ته نوماند ابراهیم الکوزی زیاتوي:«موږ ته د نوماند په سترګه نه ګوري په مطلقه توګه موږ سیاسي سیال نه ګڼي، هر څه یې انحصار کړي، ویلي یې دي چې دوی څه کاره دي چې ځانونه یې نوماند کړي دي، هغه برید کوي روغتیايي تکلیف لري خپلې جامې څيري.»

خو کورنیو چارو وزارت وايي، د نوماندانو او ټاکنو د امنیت لپاره چمتووالی لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل:«امنیتي او دفاعي ځواکونه له ټولو امکاناتو استفاده کوي کابو ۷۲ زره امنیتي ځواکونه به د دغه بهیر امنیت ټینګ کړي.»

ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې یوه میاشت او شپږ ویشت ورځې پاتې دي. د ولسمشر او اجراییه ريیس په ګډون اته‌لس نوماندان دا ځل سره سیالي کوي.

شریک یي کړئ