Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ: حکومت د بندیانو د تبادلې پر بهیر غور کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د حقاني شبکې درې مهم غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د افغان دولت په بند کې دي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې «د طالبانو له خوا د شرایطو نه رعایت کولو له امله د تبادلې بهیر ځنډول شوی.»

ښاغلي صدیقي همدارنګه ویلي چې «افغان دولت د تبادلې بهیر تر غور او بیا کنتې لاندې نیولی او د هېواد د لویو ګټو په رڼا کې به اقدام وکړي.»

ولسمشرِغني، د سې‎شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د حقاني دغه درې مهم غړي په مشروطه توګه د افغانستان - امریکايي پوهنتون له استادانو سره د تبادلې له امله ازاد کړل شي.

په دې وروستیو کې طلوع نیوز ته سرچینې ویلي چې د حقاني شبکې دغه درې تنه بېرته د بګرام بندخونې ته لېږدول شوي دي. د دغې سرچینې په وینا، دغه درې تنه د تبادلې لپاره قطر ته وړل شوي وو.

خو له دې مخکې طالبانو ویلي وو چې د بندیانو تبادله د امریکا پر خپلو ژمنو د نه ژمنتیا له امله ترسره نه شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه